په افغانستان کی د ملګرو ملتونو نمایندګي، په داسی حال کې چې فکر کیږي په راتلونکو میاشتو کې به جنګونه زور واخلي، په ټولو جګړه مارو خواوو باندې غږ کړیدی چې د ولسي خلکو ساتنې ته پام وکړي.
په افغانستان کی د ملګرو ملتونو استازي سټیفن ديمستورا، پرون وویل، حکومتي قواووې او د طالبانو قواوې، مکلفیت لري چې په ولسي خلکو، یا په هغو سیمو باندې چې ولسي خلک پکې غونډیږي، لکه حکومتي ودانۍ، بازارونه او پارکونه
حملې ونکړي.
ښاغلی دی مستورا د یاغیانو نه وغوښتل چې بې دریغه چاودنې ونکړي، یعنې د وچو او لاندو فرق وکړي، او د افغان او ایتلافي قواوو نه یې غوښتي دي چې بې قاعدې هوایي حملې او د شپې له خوا حملې ونکړي.
د ملګرو ملتونو ددې بیان نه څو ساعته مخکی طالبانو اعلان کړی و چې د یکشنبی په ورځ د امریکا په رهبری په ایتلافي قواوو او د هغوی په متحدینو باندې پسرلنۍ حملې پیل کوي.
د طالبانو د حملو د پیلولو د اعلان په اوله ورځ، د افغانستان
په دوه ولایتونو کی په حملو کې، د دوه پولیسانو
په شمول شپږ کسه وژل شویدي او لسګونه نور زخمي شویدي.
د غزنی په ولایت کې یوه ټوپک والا، دوه پولیسان وژلي او یو لاروی یې زخمی کړیدی .
افغان مقامات وایي یو دوولس کلن ځان وژونکي چې د بمونو ډک واسکټ یې اغوستی و، د پکتیکا د برملې په ولسوالۍ کې د بمونو په چولو، د ځان سره څلور کسه وژلي او ١٢ نور یې زخمي کړیدي.
طالبانو ویلي دي چې نظامي اډو، او کتارونو او همدا شان د سولې د شورا د غړو په شمول، په افغان مامورینو حملې کوي. یاغیانو همدغه راز ولسي افغانانو ته خبر داری ورکړیدی چې د ایتلافي قواوو د فعالیتونو د ځایونو نه ځان لیرې و ساتي.
د ایتلافي قواوو سره ملګرو لوړ رتبه امریکایي مامورینو
او په افغانستان کې غربي ډیپلوتانو خبرداری ورکړی و چې یاغیان به حملې زیاتې کړي.