د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئیس: د افغانستان په اړه د پاکستان په تگلاره کې بدلون ندی راغلی


د افغانستان اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله پرون، دوشنبه د (سپټمبر ۲۴) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، انتونیو ګوترش، د ایران له جمهور رئیس حسن روحاني او د سیمې هیوادونو ځیني نورو مشرانو سره ولیدل او د افغانستان او سیمې پر حالاتو یې خبرې وکړې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د ملگرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د افغانستان د لانجې د حل یوه اساسي لار د سیمې د هېوادونو او په ځانګړي ډول یې د پاکستان همکاري ده.

ښاغلی عبدالله انتونیو ګوترش ته ویلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې لا هم کوم جدي بدلون نه دی راغلی.

اجرائیه رئیس همدارنگه د د ملگرو ملتونو د عمومې غونډې په څنډه کې د نیلسن منډیلا د سولې په اجلاس کې په خبرو کې وویل؛ "زمونږ پیغام روښانه شوی دی. مونږ د خپل هیواد او د خلکو د ژوند او حقونو څخه د اساسي قانون په رڼا کې دفاع کوو. خو په ورته وخت کې دې ته هم چمتو یو چې د هغو مخالفینو سره روغه جوړه او سوله وکړو چې له تاوتریخوالي لاس اخلي او د یو موټي، دموکراتیک، سوله ایز او د اقتصادي پلوه ودان افغانستان ته ژمن اوسي."

د ملگرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه او وې ویل چې په افغانستان کې بڼسټونه باید پیاوړي او سوله ټینگه شي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو بشري هماهنگ کوونکی توبي لنزر وایي افغانان د سولې او امنیت تږي دي او ارمان لري چې په هیواد کې یې ثبات ټینگ شي. ښاغلي لنزر په افغانستان کې لاسته راوړنو ته چې د هغه په وینا ښونځي ته د اته میلیون ماشومانو تگ دی اشاره وکړه او وې ویل چې "که چېرې افغانستان کې لنډمهالو بیړنو اړتیاو ته جدي پاملرنه ونشي چې د سولې امکان زیاتوي، کیدای شي دا لاسته راوړنې هم له لاسه ووځي."

افغان سیاسي څیړونکی عزیز رفیعي وایي افغانستان باید د سیمه ایزو او نړیوالو تگلارو په ځای کورنۍ تگلارې ته پاملرنه وکړي.

ځیني بیا په دې نظر دي چې د طالبانو او نورو تندلارو ډلو د ترهگریزو بریدونو هدف د اوکتوبر د میاشتې د انتخاباتو نه مخکې د خلکو په منځ کې د ویرې خپرول دي چې د ټاکنو بهیر گډ وډ کړي.

ښاغلی رفیعي وایي"په هیواد کې د وروستیو ویجاړونکي فعالیتونه په تیره بیا په افغانستان کې نوي بریدونه د مخالفینو د کمزورتیا نښه ده. خو تر څنگ یې دا په هیواد کې د استخبارتي فعالیتونو نښه هم ده." عزیز رفیعي زیاتوي "زما په اند دا بریدونه دوه ډوله تفسیر کیدای شي. مونږ د یو ملت په توگه دې وضعیت ته سم ځواب ندی ورکړی."

بلخوا د امریکا د د فاع وزیر جیم متیس د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا پوځ به په افغانستان کې خپل تاکتیتک ته بیا کتنه وکړي ځکه طالبانو پر افغان ځواکونو باندې خونړي بریدونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG