د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد د وسلو د تجارت د کنټرول خبره مطرح کړې


د بریتانیې، فرانسې، جرمني او سویډن حکومتونو د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د وسلو د تجارت په برخه کې د یوې پریکنده هڅې ملاتړ وکړي. نن د دوشنبې په ورځ د ۱۵۰ هیوادونو استاځي په نیویارک کې راغونډېږي چې یوه میاشتنۍ غونډه پرانیزي.

ددغې غونډې په لړ کې به په نړۍ کې د وسلو د تجارت په هکله یو تړون رامنځ ته شي.

د غوندې مخکي د بریتانیې د باندنیو چارو وزیر ویلیم هاګ، د فرانسې د باندنیو چارو زویر لارینت فبیوس او د جرمني د باندنیو چارو وزیر ګایډو ویسټرویل په یوې ګډې بیانیې کې وویل چې د وسلو غیري قانوني قاچاق په نړۍ کې انسانیت ته مخ پر زیاتیدونکی ګواښ رامنځ ته کړی دی.

دوي وویل چې هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونو انسانان د وسلو د قاچاق له کبله خوږېږي او زورل کېږي.

په بیانیه کې چې د سویډن د تجارت وزیر هم شامل شو، د نړیوالو معیارونو په چوکاټ کې د یوه قوي او جامع پلان د جوړولو غږ شوی دی چې غیر قانوني شبکو ته د وسلو د قاچاق مخه ونیول شي.

دغو ډیپلوماتانو وویل چې ددوي هیوادونه په اروپايي اتحاد کې د وسلو د صادرولو ستر هیوادونو دي او دا په دې معنی ده چې دوي په دې برخه کې خاص مسولیت لري چې دا یقیني کړي چې د وسلو نه د بشري حقوقو او نړیوالو قوانینو پرضد کار نه اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG