د لاس رسي وړ اتصالات

ایران، شمالي کوریا او سوریې د ملګرو ملتونو د وسلو د کنټرول د لایحې سره مخالفت کړی


UN Arms Trade Treaty
UN Arms Trade Treaty
ایران، شمالي کوریا او سوریې د ملګرو ملتونو هغه لایحه رد کړې چې موخه یې په نړۍ کې د ۷۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د کاروبار کنټرولول دي.

د یادشوې لایحې د منظورۍ دپاره د ملګرو ملتونو د ټولو غړو رایوو ته اړتیا وه خو د یوشمیر هیوادونو د مخالفت په وجې ددې لایحې تصویب وځنډی. د یو شمیر هیوادونو ایتلاف هوډ وکړی دی چې یادشوې لایحه به ژر تر ژره د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وړاندي کړي چیري چې اټکل کېږي چې د غړو هیوادونو له خوا به تصویب سي.

د ملګرو ملتونو ددې لایحې په ترڅ کې به د وسلو په صادراتو، وارداتو نړیوال معیارونه وضع سي او دغه راز د غټو وسلو پر انتقال به کنټرول نافذ شي. د نوموړې لایحې په لړ کې به دغه راز د دې تظمین هم وشي چې د وسلو څخه د ترهګرۍ او بشري حقوقو د نقض په برخو کې کار وانخیستل شي.

ایران، سوریې او شمالي کوریا د یادشوې لایحې مسوده غیر متوازنه او سیاسي بللې ده او ویلي یې دي چې دغې لایحې د دوي د هیوادونو اړتیاوې په کافي اندازه په پام کې نه دي نیولي.

د دې نه مخکي د امریکا متحده ایالاتو هم د لایحې د ځینو برخو سره مخالفت څرګند کړی وو خو د سې شنبې په ورځ امریکايي ډیپلوماتانو وویل چې د ملګرو ملتونو له خوا چمتو شوې لایحه مناسب ده او واشنګټن د یادشوې لایحې تصویبېدو ته سترګي په لاره دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون دفتر ډاډ څرګند کړی دی چې دغه لایحه به تصویب شي. ډیپلوماتان وايي چې د سې شنبې په ورځ به د دې لایحې په هلکه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې رای ګیري وسي.
XS
SM
MD
LG