د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه ایران ته: ټول نیول شوي‌ مظاهره کوونکي خوشې کړئ  


د ایران د رژیم په ضد مظاهرې
د ایران د رژیم په ضد مظاهرې

ملګرو ملتونو نن سه شنبه نومبر ۱۵ (عقرب۲۴) له ایران څخه وغوښتل چې ټول نیول شوې مظاهره کوونکي دې ژر تر ژره ‌پرېږدي.

د ایران امنیتي ځواکونو سلګونه کسان،‌ چې د مهسا امیني د قتل د غندلو لپاره یې مظاهرې کولې، نیولي او بندیان کړي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان ویاند جرمي‌لارنس خبریالانو ته وویل: «موږ له [ایراني] مقاماتو غواړو چې سملاسې دې ‌ټول هغه کسان خوشې او په هغوی لګول شوي تورونه لېرې کړي چې د سوله ایزو مظاهرو له کبله نیول شوي دي.»

ښاغلي لارنس وویل چې څه باندې ۱۰۰ تنه نیول شوي دي. دا مظاهرې د ۱۹۷۹م کال راپدیخوال د ایران د رژیم لپاره تر ټولو خطرناکې بلل کېږي.

څو ورځې مخکې په ایران کې رسنیو وویل چې د دغه هېواد قضايي ځواک په دریو ولایتونو کې ۷۵۰ نور کسان هم په «وروستیو بلواوو» کې د ګډون له کبله تورن کړي دي.

د ایران د قضايي ځواک دا کسان د «وژنې په انګیزه ورکولو، امنیتي ځواکونو ته په زیان اړولو، د رژیم په ضد د پروپاګند او عامه تاسیساتو په ورانولو» تورن شوي دي. د راپور په اساس، د دغو تورنو کسانو محاکمه به د را روانې سه شنبې په ورځ د «هغوی د مدافع وکیلانو په موجودیت کې» پیل شي.

خو ښاغلي لارنس وویل: «چارواکي‌ د شکایاتونو په اړه د خبرو اترو په ځای، له بې سابقې شدت څخه کار اخلي... هغه جرمونه چې په مستقیم ډول د مرګ نه لامل کېږي، هېڅکله هم د اعدام د سزا وړ نه وي.»
د سپتمبر په ۱۶ نېټه د ایران «اخلاقي پولیسو» مهسا امیني د «بې حجابۍ په تور» ونیوله چې بیا د پولیسو په توقیف کې مړه شوه. د هغې له مړینې وروسته په ایران کې لویې مظاهرې پیل شوې چې اکثریت یې ښځې رهبري کوي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې امنیتي ځواکونو په دغو مظاهرو کې ۱۵۰۰۰ کسان نیولي دي، خو چارواکي دا خبره ردوي.

XS
SM
MD
LG