د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو د خوست برید غندلی


د ملگرو ملتونو سرمنشي د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د خوست برید په سختۍ غندلی دی.

د ملگرو ملتونو سرمنشي په دغه برید کې د وژل شوو د کورنیو سره خواخوږي او د زخمیانو د صحت دپاره یې نیکې هیلې څرگندې کړې.

د ملگرو ملتونو اعلامیه وایي چې د هغو افغانانو خواخوږي دي چې په راتلونکي انتخاباتو کې د برخه اخیستنې لپاره نومونو ثبتولو ته ورغلي و او غوښتل یې چې خپل اساسي حق استعمال کړي.

د یادونې و ده چې د یکشنبې په ورځ د خوست د یعقوبیو ولسوالۍ په یو جومات کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په یو مرکز کې د ماین د چاودنې له امله ۱۷ تنه ووژل او ۳۴ نور ټپیان شول.

د خوست سرپرست امینه قوماندان سمنوال عبدالحنان امریکا غږ اشنا ته وویل چې د یکشنبې د ورځې (مۍ۶) د یعقوبیو ولسوالۍ د اډې په جومات کې، چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز په کې فعال و، د یو ماین د چاودنې له امله شاوخوا ۳۰ تنه مړه او ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

XS
SM
MD
LG