د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه:د خاشقجي د قضیې لپاره دې عملي اقدام وشي


د سعودي عربستان ژورنالیست جمال خاشقجي په ترکیې کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.
د سعودي عربستان ژورنالیست جمال خاشقجي په ترکیې کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

په داسې حال کې چې نن چهار شنبه د ( اکټوبر ۲ – د تلې ۱۰ ) د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریال او د سعودي عربستان د منتقد جمال خاشقجي د وژل کیدو یو کال کیږي، په دې قضیه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې خبریاله آګانس کالارډ خبرداری ورکوي چې ددې قضیې د څیړلو لپاره باید عملي واخیستل شي.

آګانس کالامارډ په دې وروستیو کې په خپله یوه خپلواک څیړنه کې د سعودي عربستان شاهي دولت د جمال خاشقجي په قتل کې تورن کړی دی.

کالارډ په خپل راپور کې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان څخه د څیړنو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دا کارمنده وايي د خاشقجي په قضیه کې عملي ګامونه نړۍ ته دا پیغام رسوي چې هیڅوک له جرم څخه بري الذمه نه پاتې کیږي.

جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته له داخلیدو وروسته د سعودي ووژل شو او جسد یې هم تري تم شو.

خاشقجي د یوه ټیم له خوا چې احتمالا د هغه هیواد د شهزاده محمد بن سلمان په لارښونه ګمارل شوی وو، ووژل شو.

له دې قضیې څخه د یو کال په تیریدو ، د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د سعودي عربستان د اعتماد وړ متحد پاتې شوی دی.

ټرمپ وايي د دواړو هیوادونو اړیکې د بلې هرې موضوع څخه مهمې دي.

خو یو زیات شمیر امریکايي قانون جوړونکي اوس هم د ریاض په وړاندې د واشنګټن د سیاستونو په بدلیدو ټینګار کوي.

د امریکا کانګرس په وار وار له ټرمپ سره لانجه کړې او پر هغه هیواد یې د وسلو د پلور د محدودولو غوښتنه کړې او د یمن په جګړه کې یې له عربستان څخه د امریکا د ملاتړ پای ته رسیدو ته رایه ورکړې ده.

بلخوا د جمال خاشقچي کوژدنې هتیجي سنجز له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي ددې په آند د واشنګټن او ریاض ترمنځ د نفتو او وسلو قرار دادونه ددې لامل شوي چې د جمال خاشقجي قضیه هیره شي.

په داسې حال کې چې سعودي عربستان غواړي توریزم او نړیوالو پانګونو ته لار پرانیزي خو کارپوهان په دې باور دي چې د قاشقجي قتل به د کلونو لپاره د یاد هیواد پر لمنه تور داغ وي.

XS
SM
MD
LG