د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې مرستندویو ادارو په وړاندې امنیتي ننګونې دوام لري


ملګري ملتونه وايي ناامنۍ د افغانستان په ځینو برخو کې د مرستې رسونې د کارکوونکو فعالیتونو محدود کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو اداره "اوچا" وايي د روان عیسوي کال په نهو میاشتو کې یې په افغانستان کې د مرستې رسونې په کارکوونکو، د هغوی په دفترونو او فعالیتونو باندې ۲۵۸ پیښې ثبت کړي چې یوازې ۳۲ یې د سپټمبر په تیره میاشت کې ثبت شوي دي.

د "اوچا" دفتر د تیرې اونۍ په خپل یو راپور کې ویلي، چې تیره میاشت په افغانستان په دوه جلا پیښو کې د مرستې رسونې دوه کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې د سپټمبر په نهمه د ننګرهار د چپرهار په ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ د موسسې یو افغان ماین پاکوونکی ووژل شو، چې د دغې پیښې دوه ورخې وروسته د سپټمبر په یوولسمه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د نړیوال سره صلیب د کمیټې د ارتوپیډي په مرکزکې یوه فیزوتراپیسته ووژل شوه.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي "په مجموعي ډول په روان کال کې د مرستې رسونې ۱۵ کارکوونکي د وظیفې پرمهال وژل شوي، ۱۳ ژوبل شوي او ۴۵ نور برمته شوي دي".

د " اوچا" د رپوټ له مخې اوړمه میاشت (اګسټ) کې د تیرې میاشتې پرتله د بشري مرسته رسوونکو پر وړاندې دا ډول پیښې تر اولسو ثبت شوې وې.

په راپور کې راغلي، چې ترټولو زیاتې پیښې د بادغیس او ننګرهار په ولایتونو کې ثبت شوي، چې ددواړو ولایتونو په هریو کې یې شپاړس پیښې ثبت شوي دي.

د فراه په ولایت کې لس دغسې پیښې ثبت شوی چې د فراه وروسته د نورو ولایتو پرتله د ارزګان په ولایت کې ډیرې پیښې چې شمیر یې اتو ته رسیږي ثبت شوي دي.

د بلخ، جوزجان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، نورستان، لوګر،خوست، پکتیکا، پکتیکا، زابل، غزني، دایکونډي، کندهار، نمیروز او غور په ولایتونو کې هم دغسې پیښې ثبت شوي دي.

د " اوچا" اداره وایي، چې د امنیتي وضعیت خرابیدو له امله د ننګرهار په جنوبي سیمو کې مرستو ته د خلکو د اړتیا د ارزونې او د وضعیت د څرنګوالي چارې له ستونزو سره مخ شوي دي.

"اوچا" په داسې حال کې د مرستندویو ادارو د فعالیتونو په وړاندې د ننګونو د دوام خبر ورکوي، چې تیره اونۍ په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله د سره صلیب نړیوالې کمیټې په دغه هیواد کې د خپلو فعالیتونو د محدودولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG