د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون د امریکا او اسرایلو د مخالفت برسیره ایران ته ځي


د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکې مون په نظر کې لري چې بله اونۍ ایران ته سفر وکړي. ښاغل بانکې مون غواړي چې دامریکا او اسرایلو د ډیرو سختو انتقادونو باوجود په تهران کې د ناپیلیو هیوادونو دمشرانو په عالي غونډه کې گډون وکړي.

اسرایل او امریکا وایې چې ایران ته به د بانکیمون سفر د ایراني مشرانو د بی ځایه تشویق باعث شي.

خو د ملگرو ملتونو دعمومي منشي یوه ویاند مارټن نیسرکې، په داسي حال کې چې پرون د بانکیمون سفر یې اعلان کړ، خبریالانو ته یې وویل چې هغه به د اېران مشران دنړیوالې ټولنې په هغو اندیښنو او هیلو باندې خبر کړي چې د اېران د اټمي پروگرام او د سورېې د بحران په هکله یې لري.

ویاند وویل چې بانکیمون تهران ته د خپل سفر په اړه د ځینو موجودو حساسیتونو نه ښه خبر دی خو که ولاړ نه شي نو ښايي چې ېوه ډیره مهمه موقع او فرصت به ضاېع شي.

ټاکل شوې چې بله اونۍ به په تهران کې د ناپیلیو هېوادونو مشران خپله غونډه پرانیزي او د مصر ولسمشر به یې دوراني مشری دایران ولسمشر احمدي نژاد ته وسپاري، خو امریکا وایې چې ایران غواړي ددغې عالي غونډې نه په استفاده سره په نړېواله سطحه خپل اعتیبار پوخ کړي او د خپلې ناکامۍ نه پام په بله خوا ته واړوي.د ناپیلی هېوادونو سازمان ١٢٠ غړی لري او په ١٣۴٠ هجري شمسي کال کې جوړ شوی دی.

د امریکا دخارجه وزارت ویاندې وېکټوریا نولانډ په ښاغلي بانکېمون غږ وکړ چې د ایران په مشرانو باندې دي فشار زیات کړي چې خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.
XS
SM
MD
LG