د لاس رسي وړ اتصالات

م م مرکزي افریقا ته سوله ساتی ځواک تصویب کړ


د ملګرو ملتونو رسمي نښه
د ملګرو ملتونو رسمي نښه
د ملګرو ملتونو د ددغو سوله ساتو ځواکونو شمیر بهدولس زره (۱۲۰۰۰) وي او د روان کال په سپتمبر میاشتې کې خپله وظیفه پیل او هغه امنیت به لانور پسې غښتلی کړي چې دافریقايي ټولنې اوفرانسوي قوواوو په دغه هیواد کي ټینگ کړی دی.

د مرکزی افریقا په دغه هیواد کې د امنیت لاټینگول یوه بېړنۍ اړتیا بلل کیږي، چې د مذهبونو ترمنځ جنگونه پای ته ورسوي . جنګ جگړو دغه هېواد ویشلی دی او بشري ستونزه يي پیدا کړې ده . ددغه جنجال منابع ډیرې زیاتې دي خو ډېر جنگونه فرقه دي.

په داسی حال کې چې د بلاکاضد ملیشو له سیلیکا یاغیانو نه د غچ اخیستلو لپاره په ملکي مسلمانانو بریدونه پیل کړي، لسګونه زره خلکو په پلازمېنه بنګي او د هېواد په نیمايي لویدیځ کې کور کلي پریښودلو ته مجبور کړل شوي دي.


په ملگرو ملتونو کې دامریکا سفیرې سمانتا پاور او دافریقايي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لیندا تامس گرین فیلیډ تېره میاشت په پلازمېنه بنګي کې د مرکزي افریقا جمهوریت له موقتې ولسمشرې کترین سمباپنزا سره لیده کاته کړي وي .

جمهور رئیسی سمباپنزا چې د جنورۍ په میاشت کې دغه مقام ته رسیدلې ده، په سختو شرایطو کې نه ستړي کیدونکي کارونه سرته رسوي، وايي چې سفیرې پاور ډاډه ورکړی چې له حکومت او ولس سره به یې دوامداره مرستې کوي .


په داسې حال کې چې د افریقايي اتحاد قواوې د ملگرو ملتونو سوله ساتونکو ته ورانتقالیږي، امریکا به په نړیواله ټولنه کې د نورو هېوادونو سره په گډه کار کولو ته دوام ورکړي چې د دې ډاډ ورکړي، هغه هېوادونه چې افریقايي ټولنېته یې عسکر ورکړي دي، فرانسه او د اروپايي اتحاد ځواکونه به ژر ور ورسیږي اړینې مرسته به وکړي او تاوتریخوالی او بشري ستونزې چې د مرکزي افریقا جمهوریت ورسره مخامخ دی، کمې کړي .
XS
SM
MD
LG