د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې د پاکستان سره مرستې زیاتې کړې


Flood in Pakistan
Flood in Pakistan

د ملګرو ملتو مامورین وایي هغه اضطراري حالت چی په پاکستان کي د ورانونکو سیلابونو نه وروسته را پیدا شوی، د هغه د له منځه تلو د پاره لا ډیر وخت په کار دی او داچي نړیواله ټولنه باید هغه ملک ته ډیري مرستي برابري کړي.

د ملګرو ملتو دریو مؤسسو پرون د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چی د پاکستان په جنوبی سیمو کی د وروستیو سیلابونو نه وروسته د ډیرو عاجلو مرستو ضرورت دی. تقریبا ٦٠٠ زره سیلاب ځپلي خلک دې ته ځانونه چمتو کوي چی بیرته خپلو کورونو ته را ستانه شي.

د ملګرو ملتو د ماشومانو وجهي صندوق، د نړۍ د روغتیا سازمان او د نړۍ د خوراکي موادو موسسې وویل چی غیر صحي اوبه، د خوراکي موادو کموالی او د روغتیایي خدماتو نیمګړتیا هغه شیان دي چی ډیري ستونزي یې راپیدا کړي دي.

د نړۍ د خوراکي موادو د موسسې د اضطراري چارو رئیس ( ډیویډ کاټ رډ )

وویل چی دغه اداره د تغذیې د ستونزو په باب چی د سیلاونو نه را پیدا شوي دي، " خاصه اندیښنه " لری. د فرانسې خبري آژانس هم د هغه له قوله ویلي دي چی د نړۍ د خوراکی موادو مؤسسه ١٨٠ ملیون اضافي ډالرو ته ضرورت لری چی ددې کال تر پایه په ملیونونو سیلاب ځپلو ته خوراکي مواد ورسوي.

XS
SM
MD
LG