د لاس رسي وړ اتصالات

"اسرائيل دې د کورونو د نه جوړولو موده نوره هم تمدید کړي" کوارټیټ


"اسرائيل دې د کورونو د نه جوړولو موده نوره هم تمدید کړي" کوارټیټ
"اسرائيل دې د کورونو د نه جوړولو موده نوره هم تمدید کړي" کوارټیټ

د نړۍ ستر قدرتونه چې د سه شنبې په ورځ په نیویارک غونډه کوي، د اسرائیلو نه به غوښتنه وکړې چې په لویدیزه غاړه کې د کورونو د نه جوړولو موده دې تمدید کړي.

د منځني ختیځ نړیوال څلورګوني خواوې (کوارټیټ) ددې میاشتې په سر کې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د سولې د نیغ په نیغه خبرو هرکلی کوي.

د منځني ختیځ د سولې لپاره نړیوال څلورګونوهیوادونو او ټولنو د هغو خواوو سره خپل غږ یو کړیدی چې اسرائیل دې هغه تعهد وغځوي چې د یوڅه مودې لپاره په لویدیزه غاړه کې د هستوګنې نوي ځایونه نه جوړوي. دغه تعهد ددې میاشتې په پای کې ختمیږي.

د دغو څلورګونو خوا ووپه ډله کې اروپايي اتحاد، روسیه، ملګري ملتونه اوامریکا شامله ده. دغه ډله په ٢٠٠٢ کال کې منځ ته راغله ترڅو په سیمه کې د سولې د خبرو د وړاندې بیولو او د یوې لارې د نقشې د جوړولو لپاره چې یې یو کال وروسته منځ ته راوړه، هڅې وکړي.

د فلسطینیانو جمهوررئیس محمود عباس په کراتو دا اخطار ورکړی دی چې که چیرې دغه تعهد ونه غځیږي نوفلسطینی هیئت به د سولې مستقېمې خبرې به تحریمې کړي.

یوه ګډه اعلامیه د څلورو خوا وو د ډلې لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې د ملګروملتو په مقر کې خپره شوه. د څلورو خواوو استازو چې په هغو کې میرمن هیلري کلنټن هم شامله ده ویلي دي، چې دغه د قدروړ تعهد د سولې په هڅو کې مثبته اغیزه کړیده او دا تعهد باید دوام پیدا کړي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارد کوچنر د خبریالانو سره په خپلو خبرو کې په ټینګار سره وویل چې د اروپايي اتحاد ټولو ٢٧ واړو غړو هیوادونو تکل کړی دی چې د دغه تعهد موده اوږده شي. هغه وویل:

مونږ د کورونو جوړولو پرضد یو. او مونږ واقعاً غواړو چې زمونږ اسرائیلي دوستان دغه تعهد ته دوام ورکړي اونوي ودانۍ دې نه جوړوي. مونږ دې تعهد ته اړتیا لرو. او که داسې ونه شي نو فلسطینیانو په څرګنده توګه ویلي دي چې دوی به خبرې په ټپه ودروي او ډیالوګ ته به خاتمه ورکړي. اوبیا به مونږ ته ناممکنه شي چې د دې مسئلې نه حمایت وکړو.

د امریکاد بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن چې تیره هفته د مصر په تفریحي ښار شرم الشیخ او په بیت المقدس کې په مستقیمو خبرو کې برخه اخیستې وه د عرب لیګ د غړو هیوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره د خبرو اترو په وخت کې د مذاکراتو نه د حمایې هڅه وکړه. هغې همدارنګه د لیبیا او قطر د بهرنیو چارو د وزیرانو سره په ځانګړي توګه وکتل.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي جورج میچل، په عین حال کې، د اسرائیلو او د فلسطیني مامورینو سره یوه بیله کاري غونډه وکړه ترڅو د محمود عباس او د بنیامین ناتانیاهو ترمنځ د خبرو له پاره نیټه وټاکي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پي جېې کراولي وویل په داسې حال کې چې امریکا د منځني ختیځ په هکله د څلورو خوا د ډلې سره په همغږی د اسرائیلو او فلسطینیانو نه غوښتني کوي چې د نویو ابادیو مسئلې ته د حل لاره وباسي او د سولې پروسې ته ادامه ورکړي، خو په دواړو خواوو باندې د سولې پروسه نه شي تحمیلیدلې. کراولي وايي:

په نهایت کې باید دا هغه شی وي چې دوی په هغه باندې باورلري او غواړي دغه لاره خپله کړي، په ستونزو او خنډو باندې بری ترلاسه کړي او یوې موافقې ته سره ورسیږي. هغه څه چې مونږ یې کولی شو هغه دادی چې دوی ته یواځې یادونه وکړو، لکه څرنګه چې د بهرنیو چارو وزیرې تیره هفته وویل چې که دغه کار ونه شي نو نه به اسرائیلو ته امنیت راشي او نه به هم فلسطینیان د یومستقل دولت خاوندان شي.

د څلورو خواوو په خپره شوې وینا کې ویل شوي دي چې د اسرائیلو او فلسطینیانو لخوا داسې عمل باید ونه شي چې دغه پروسه مختله شي. په وینا کې راغلي دي چې د هرې خوا نه یو عمل چې په دې کې د ودانیو د جوړولو بیا پیل کیدل هم شامل دي، کیدای شي د مذاکراتو په فضاکې ناوړه اغیزه وکړي. همدارنګه د مذاکراتو د نتایجو په هکله مخکې له مخکې قضاوت نه شي کیدلی او همدارنګه د نړیوال ټولنې لخوا په رسمیت نه پیژندل کیږي.

څلورو خواوو د اسرائیلو ددغه عمل هرکلی وکړ چې غزې ته لاس رسي اسانه کړي او په لویدیزه غاړه کې تګ او راتګ ته اسانتیا برابره کړي او د اسرائیلو نه یې غوښتنه وکړه چې د فلسطیني دولت د جوړولولپاره زیار وباسي.

XS
SM
MD
LG