د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: د ۲۰۲۵کال لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا لرو


د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ولکر ترک
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ولکر ترک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مشر د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱مه) له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ۲۰۲۵ کال لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره بودیجه برابره کړي، ترڅو دغه شورا وکولی شي د سوریې، سوډان او نړۍ په نورو برخو کې د بشري حقونو د سرغړونو څېړنو ته دوام ورکړي.

نوموړي خبرداری ورکړ که دا مالي ملاتړ چمتو نه شي، د ګڼو خلکو ژوند به له خطر سره مخ شي.

دا پداسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له کلونو راهیسې د بودیجې له کمښت سره مخ ده او داسې اندېښنه شته چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بهرنۍ مرستې کمېدل به دا ستونزه لا پسې زیاته کړي.‌

د ۲۰۲۵ لپاره غوښتل شوې مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له رسمي بودیجې جلا دی، ځکه چې دغه بودیجه د شورا ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ولکر ترک په جینوا کې غړو هېوادونو ته وویل: "په ۲۰۲۵ کې هم د بشري حقونو لویې ننګونې دوام لري او موږ نه شو کولای چې دغه ننګونې له پامه وغورځو."

هغه وویل که د ۲۰۲۵ لپاره لازمه بودیجه برابر نه شي، نو ډېر خلک به له ستونزو سره مخ شي، جګړه‌ ځپلي به یوازې پاتې شي او بشري ناورینونه به نور هم زیات شي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې د مالي ملاتړ د کمښت له امله به غیرقانوني نیونې دوام ومومي، حکومتونه به توکمپال سیاستونه روان وساتي، سرغړونې به نه ثبتېږي او د بشري حقونو مدافعین به له خوندیتوب بې‌برخې شي. هغه وویل: "په لنډه توګه؛ د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی."

د بشري حقونو شورا، د ملګرو ملتونو له عمومي بودیجې یوازې ۵ سلنه برخه اخلي او د دې شورا د بودیجې لویه برخه له هغو مرستو څخه دي، چې یو شمېر هېوادونه د دې شورا د کلنی غوښتنې پر بنسټ یې په خپله خوښه برابروي.

لوېدیځ هېوادونه د بشري حقونو شورا تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، متحدو ایالتونو تېر کال له دغه شورا سره ۳۵ میلیونه ډالره مرسته کړې، چې د ۲۰۲۴ لپاره د ټولو ترلاسه شویو مرستو ۱۵ سلنه جوړوي.

له متحدو ایالتونو وروسته، اروپایي ټولنې دغه شورا ته تر ټولو زیات مالي ملاتړ برابر کړی. خو سره له دې، د بشري حقونو شورا تیر کال د ۵۰۰ میلیونه ډالره غوښتل شوي مالي مرستې نیمايي برخه ترلاسه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG