د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: نړۍ کې هرو دریو ښځو کې یوه د جنسي تشدد قرباني ده


ملگرو ملتونو د ښځو ضد د تشدد د مخنیوي په اړه یو غونډه وکړه
ملگرو ملتونو د ښځو ضد د تشدد د مخنیوي په اړه یو غونډه وکړه

ملگر‏ي ملتونه وایي چې دا وخت په نړۍ کې د هرو دریو ښځو څخه یې په یوې جنسي تیری کیږي.

ملگرو ملتونو د یکشنبې ورځ (نومبر ٢٥) له ښځو سره د زور زیاتي او تشدد د مخنیوي ورځ ولمانځله چې پکې د نړۍ د مختلفو ملکونو نه میرمنو او کارپوهانو برخه واخیسته.​

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا اوس هم ښځې له زور زیاتي او تشدد سره مخامخې دي او دا مهال په نړۍ کې د هرو دریو ښځو څخه یې یوه د جنسي تیري او تشدد قرباني کیږي.

په جنگ ځپلیو ملکونو کې په ښځو د جنسي تېري د مخنیوي د پروگرام مشرې پرمیلا پیټن وایي چې اوس هم په جنګ جګړو کې په ښځو جنسي تیري کیږي.

د ملگرو ملتونو په دغې غونډې کې یوه ګډونواله انجا جوسس و. هغې له نورو ته خپله کیسه وکړه چې ١٥ کلنه وه او نه پوهېدله چې پلار یې څوک دی.

هغې وویل: "اوس زه ٢٦ کلنه یم، ما به ټوله شپه د خپل پلار په اړه فکر کاوه. ما به په فکر کې د خپل پلار انځور جوړو، خو ما دا فکر نه و کړی چې زما پلار هغه کس و چې په جنګ کې یې زما پر مور جنسي تیری کړی و چې په نتیجه کې یې زه پیدا شوم."

د یادونې وړ ده چې د بلقان/بالکان د جګړې پر مهال صربي عسکرو په شاوخوا ٥٠زرو مسلمانو ښځو جنسي تیري کړي و چې په نتیجه کې یې په زرگونو ماشومان پیدا شوي وو.

جوسس اوس د بوسنیا په جنگ کې د هیرو شوو ماشومانو لپاره د یوې ټولنې مشره ده. دغه ټولنه د هغو ماشومانو چې د جنسي تیریو په نتیجه کې زیږیدلي دي، د خوندیتوب لپاره کار کوي.

د جوسس دغه موسسه د ماشومانو د تعلیم او صحت په برخو کې د هغو سره مرسته کوي.

جوسس په ملگرو ملتونو کې د خپلې وینا پر مهال وویل چې هغه غواړي د جنسي تیریو په نتیجه کې د پیدا شویو ماشومانو نه کرکه ختمه شي او هغوی مجبور نه شي چې له نورو ځانونه پټ کړي.

په دغه غونډې کې گډون کونکي د بشري حقونو فعالې کیرین نیمر وویل چې ټولنې ته پکار ده چې د هغو ښځو نه کرکه و نکړي چې جنسي تیري پرې شوي وي بلکه مرسته یې وکړي چې په ټولنې کې عادي ژوند وکړي.

ملگرې ملتونه وایي چې د جنسي تشدد د مخنیوې او په اړه یې د پوهاوي په هدف د ١٦ ورځو یو پروگرام پیل کړیدی چې د ډسمبر په لسمه به د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ختمیږي.

XS
SM
MD
LG