د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان زېږېدونکو ماشومانو ته تر ټولو خطرناک هیوا دی- ملګري ملتونه


په افغانستان کې په هرو ۲۵ نویو زیږیدلو ماشومانو کې یو یې د زیږون پر وخت مړ کیږي.

ملګري ملتونه وایي چې پاکستان د نویو زیږدلو ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد دی.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونسیف په یو راپور کې چې نن یې خپور کړی، ویلي دي چې په پاکستان کې په هرو زرو ماشومانو چې نوي پیدا کیږي، ۴۶ یې د زیږیدو پر وخت مړه کیږي.

د یونسیف په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د پاکستان نه وروسته په دویم هیواد د مرکزي افریقا جمهوریت او دریم هیواد بیا افغانستان دی چې زیات شمیر ماشومان پکې د زیږدلو پر وخت مړه کیږي.

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې په هرو ۲۲ ماشومانو کې یو او په افغانستان کې په هرو ۲۵ کې یو ماشوم د زیږون پر وخت مړ کیږي.

په راپور کې ویل شوي چې اتیا په سلو کې ماشومان د دریو دلایلو په خاطر د زیږون پر وخت مړه کیږي، یو دا چې د ټاکلي وخت نه مخکي پیدا کیږي، دویم یې د زیږون پر وخت د اکسیجن په شان لازم وسایل نه وي موجود چې د مور او ماشوم دواړو لپاره اختلاط یا پیچلتیا پیدا کوي او دریم یې بیا په نویو زیږدلو ماشومانو کې د مکروب او یا سینه بغل په شان د ناروغیو موجودیت دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د دې ټولو حالاتو چې د ماشومانو د مړینې سبب کیږي، مخه نیول کیدلی شي.د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دي که چیرته په زیږنتونو کې لازمه پانګه واچول شي او ضروري وسایل پکې موجود وي، هر کال د دریو ملیونونو نه د زیاتو ماشومانو د مړینې مخه نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG