د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون: هوثیانو د قدرت خطرناکه خلا رامنځ ته کړې


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د مشر پاچا سلمان او د هغه د لوړ پوړو سلاکارانو سره وکتل او د هوثي یاغیانو له خوا یې په یمن کې د قدرت پر نیولو باندې خبرې ورسره وکړې.

په داسې حال کې چې د هوثي یاغیانو پرضد د یمن په بیلابیلو برخو کې د خلګو مظاهرې مخ پر زیاتېدو دي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون غواړي چې د قدرت څخه راپرځول شوي جمهور ریْس، عبدالربو منصور هادي ته دي بیرته واک وسپارل شي.

ښاغلي بانکي مون د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې د سعودي چارواکو سره د لیدو پرمهال داسې وویل ،،باید چې د یمن ولسمشر هادي خپل مشروعیت بیرته ترلاسه کړي. مونږ باید دې مسلې ته د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا او د خلیج د هېوادونو د همکارۍ د شورا څخه حل لاره پیدا کړو.،،

د یمن پخوانی ولسمشر او د هغه وزیران په خپلو کورونو کې د هوثي قوم د یاغیانو له خوا نظر بنده شوي دي او هوثي یاغیانو څو حکومتي دفترونه نیولي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د هوثي قوم د یاغیانو له خوا د قدرت نیول وغندل چې څو ورځې مخکي رامنځ ته شو. هوثیانو څو ورځې مخکي په دې نامه چې موقته اداره او د جمهوري ریاست پنځه کسیزه شورا رامنځ ته کوي، قدرت قبضه کړ. ښاغلي بن پر هوثیانو باندې نیوکه وکړه چې په یمن کې یې د قدرت یوه خطرناکه خلا رامنځ ته کړې ده.

هغه داسي وویل ،،د هوثیانو له خوا د قدرت د نیولو سره وضیعت په خطرناکه ډول د کنټرول څخه وځي او له امله یې په دغه هېواد کې د قدرت خلا رامنځ ته شوې ده.،،

،،بحران دي په خبرو حل شي،،

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د یمن پر هوثیانو او نورو ګوندونو باندې غږ وکړ چې د ځانګړي استاځي جمال بن عمر سره دي همکاري وکړي چې په دې هېواد کې د روان سیاسي بحران دپاره د مزاکراتو له لارې حل لاره پیدا شي.

د سعودي عربستان یو پخوانی خبریال جمال خشوګي امریکا غږ ته وویل چې ملګري ملتونو او نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د هوثي پر یاغیانو باندې فشار راولي چې د نورو اړخونو سره یوې مناسبې موافقې ته ورسېږي.

خشوګي داسي وویل ،،زه فکر کوم چې پر یوه پلان باندې اوس کار کېږي. تراوسه پوري دغه پلان نهایي شوی نه دی خو په دې ډول دی چې جمال بن عمر به په یمن کې خپل کار ته ادامه ورکړي چې د بیلابیلو ډلو سره کار وکړي ترڅو په یمن کې یوه داسي شخړه پیل نشي چې هیڅ پای ونلري. په عین حال کې سعودي عربستان د خلیج د هېوادونو د همکارۍ د شورا او د بانکي مون په ګډون ټول دا وايي چې په یمن کې چې څه وشول هغه غیرمشروع او د اساسي قانون خلاف کار و.،،

خشوګي زیاته کړه چې هوثیان اوس برلاسي دي خو د خلیج هېوادونو د همکارۍ د شورا او نړیوالې ټولنې مشترک دریځ به جمال بن عمر په دې قادره کړي چې د نورو یمني ګوندونو سره موافقې ته ورسېږي. هغه وویل چې اوسنی بهیر لا په جریان کې دی او تمام شوی نه دی.

د هوثي یاغیانو د غندنې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د یمن پر پخواني جمهور ریْس علي عبدالله صالح باندې هم تور ولګوی چې په اوسني بحران کې لاس لري. ښاغلي صالح په ۲۰۱۲ کال کې د خلیج د هېوادونو د شورا د څو میاشو منځکړیتوب څخه وروسته واک پرېښودی.

XS
SM
MD
LG