د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې حالت وغندی


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې حالت وغندی
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې حالت وغندی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په سوریې کې د مخ پر زیاتیدو تاوتریخوالي پر وړاندې غبرګون څرګند کړی او د چارشنبې په ورځ یې د ولسمشر بشر الاسد ځواکونه چې پر ملکیانو باندي بریدونه کوي او بشري حقوق تر پښو لاندي کوي، وغندل.

د څو میاشتو نسبتاْ چپ دریځ وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروسته له هغه غبرګون څرګند کړ چې روانه اونۍ د سوریې حکومتي ځواکونو د حماه پر ښار پوځي برید پیل کړ. حماه د پلازمېنې دمشق شمال ته په ۲۱۰ کیلومیټرۍ کې پروت ښار دی.

د سوریې د ځواکونو دغه پوځي برید چې غلچکیان او ټانکونه ورسره وو د چارشنبې تر ورځې پوري یې دوام وکړ. د ریپوټونو له مخې د تیرو څلورو ورځو په ترڅ کې لږ تر لږ ۱۰۰ کسه وژل شوي دي.

دغو بریدونو ته په غبرگون کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون داسي وویل: "زه یو ځل بیا پر ولسمشر اسد او د سوریې پر نورو چارواکو باندي غږ کوم چې د خپلو خلګو پرضد دي روان زورزیاتی سمدستي ودروي - د بشري حقونو درناوی دی وکړي او هغه بدلونونه پلي کړي چې ژمنه یې شوې ده."

ښاغلي مون زیاته کړه چې د نړیوالې ټولنې له خوا د هغه په ګډون د سوریې پر چارواکو باندي څو ځلي غږ شوی دی چې دغه راز زورزیاتي ته ادامه ورکول تل پاتی اقدام نه دی او دوي نشي کولای چې د خپلو خلګو وژلو ته همدغسي ادامه ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي او د امنیت شورا د اګست د میاشتې د دوريي ریاست مشر هردیپ سینګ پوري هم د سوریې د حکومت اعمال وغندل. "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې د حکومت له خوا ددغه هیواد پر خلګو د پوځي ځواک کار اخیستل او د بشري حقوقو تر پښو لاندي کول غندنه کوي. د امنیت شورا د سوریې د حکومت نه غواړي چې سمدستي دي د تاوتریخوالي نه لاس واخلي"

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر بشر الاسد حکومت د مارچ د میاشتې راهیسې د ملکي مظاهره کوونکو په وړاندې له پوځي ځواک نه کاراخلي. مظاهره کوونکي د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه کوي او ځیني خو آن له واکه د ښاغلي اسد ګوښه کیدل غواړي. په تیرو څو میاشتو کې د حکومتي ځواکونو او مظاهره کوونکو تر منځ په تاوتریخوالې کې شاوخوا ۱۷ سوه کسه چې تقریبا ټول یې ملکي مظاهره کوونکي دي، وژل شوي دي.

د سوریې ولسمشر اسد د اصلاحاتو ژمنه کړې وه خو د امنیت شورا اندېښنه څرګنده کړه چې په دې لړ کې لږ پرمختګ شوی دی او د ښاغلي اسد نه یې وغوښتل چې پر خپله خبره دي ودریږي.

په عین حال کې د اروپايي ټولنې او آمریکا د شورا غړي بیا د یوې داسي پریکړه لیک جدي پلویان دي چې په لړ کې یې د سوریې اعمال په کلکه وغندل شي.

خو روسیه، چین، هند ، برازیل او سویلي افریقا بیا دا ادعا کوي چې که چیري سوریه د ملګرو ملتونو په پریکړه لیک کې وغندل شي نو دا کار به مذاکراتو ته وده ورنکړي او تاوتریخوالی به پای ته ونه رسیږي. هداشان ولسمشر اسد به یې په لړ کې خپلې ژمنې هم پرځای نه کړي.

په داسي حال کې چې د امریکا د متحدو ایالاتو حکومت د سوریې پر ضد پر نوي بندیزونه غور کوي ، د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د سې شنبې په ورځ په آمریکا کې میشت د سوریی دیموکراسي پلوو فعالینو سره وکتل.په عین حال کې د امریکا په کانګرس کې هم د ولسمشر اسد پر ضد د اقدام دپاره غږونه راپورته شوي دي.

د بشري حقوقو یوې مخکښې ډلې خبرداری ورکړی دی چې دا به ډیر وخت ونیسي چې د سوریې مظاهره کونکي بشر الاسد د واک څخه راوپرځوي او ولسواکۍ او د قانون حاکمیت ته لاره پیدا کړي.

د چارشنبې په ورځ په فرانسه کې میشت د بشري حقوقو د سازمان ریْس جین ماري فاردیو وویل چې په سوریې کې حالت ډير شدید دي ځکه چې پوځ ډیر غېښتلی دی او د رجیم سره نږدې اړیکې لري.

هغه داسي وویل:"د پوځ اوسني ترکیب ته په کتو سره دا به ډیره ستونزمنه وي چې د پوځ دننه تفرقه واچول شي او پر څو حصو وویشل شي".

داسي ښکاري چې نړیوالو غبرګونونو تر اوسه پوري د سوریې پر حکومت باندي اغیزه نه ده ګړې، یوداسي حکومت چې دیکتاتوره دی او په سیمه کې پر ایران باندي د اصلي متحده په توګه تکیه کوي.

XS
SM
MD
LG