د لاس رسي وړ اتصالات

پیلی: سوریه دي د جرایمو نړیوالې محاکمې ته معرفي شي


پیلی: سوریه دي د جرایمو نړیوالې محاکمې ته معرفي شي
پیلی: سوریه دي د جرایمو نړیوالې محاکمې ته معرفي شي

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د اروپايي اتحاد څلور غړي ملکونه وايي چې دوي به پر یوه داسي پریکړه لیک باندي ټینګار وکړي چې په ترڅ کې یې د سورېې پر رجیم باندي نور بندیزونه ولګول شي.

په ملګرو ملتونو کې دغه وړاندیز د پنجشنبې د ورځې په تعقیب کېږي کله چې آمریکا او اروپايي اتحاد پر جمهور ریْس بشر ا لاسد باندي غږ وکړ چې قدرت دي پرېږدي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا د سفیر مرستیال فیل پرهم وویل چې د دمشق د خوا د ملکي دیموکراسي پلوو مظاهره کونکو پرضد د خونړیو پوځي اقداماتو په درولو کې او دغه راز د اصلاحاتو په پلي کولو کې لږ پرمختګ شوی دی. هغه وویل چې د دې وخت رارسیدلی دی چې پر دغه ملک باندي فشار راوستل شي.

ښاغلي پرهم داسي وویل: ،،مونږ په دې باور یو چې د دې وخت رارسیدلی دی چې د امنیت شورا د هغو کسانو پرضد فشار زیات کړي چې د سوریې د خلګو پر ضد په تاوتریخوالي کې لاس لري. نو بناْ مونږ به د امنیت شورا پر پریکړه لیک باندي کار وکړو داسي پریکړه لیک چې په لړ کې به یې د مسولو کسانو پرضد اقدامات وشي. مونږ به د دې پریکړه لیک د جزیاتو په باب د خپلو همکارانو سره په راتلونکو ورځو کې کار وکړو.،،

ښاغلي پرهم د سوریې پرضد د احتمالي بندیزونو په باب نور جزیات ورنکړل ځکه نه یې غوښتل چې د ۱۵ غړو د بحث نه مخکي تبصره وکړي خو هغه د اروپايي اتحاد وضع شویو بندیزونو ته اشاره وکړه چې په کښي د دارییو ضبط، پر سفرونو او وسلو بندیز شامل دی. ښاغلي پرهم وویل چې دغه راز بندیزونه به دا د سوریې د رجیم دپاره ډيره ګرانه کړي چې د خپلو خلګو پرضد تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي.

د آمریکا متحده ایالاتو چې د پنجشنبې په ورځ یې پر جمهور ریْس اسد باندي غږ وکړ چې قدرت دي پرېږدي او دغه راز یې د نویو بندیزونو اعلان وکړ، د اروپايي اتحاد نه یې د بندیزونو په لګولو کې ملاتړ ښودلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د آمریکا د سفیرې مرستیالې روز میري دیکارل داسي وویل: ،،زه غواړم چې پر دې باندي ټینګار وکړم چې مونږ د امنیت شورا په مرسته د سوریې پرضد د نورو اقداماتو ملاتړ کوو. د امنیت شورا د پخوا هر کله نه زیات اوس باید چې د بشرالاسد پر رجیم باندي فشار زیات کړي.،،

خو د یادونې وړ ده چې د پریکړه لیک پروسه کیدای شي چې اوږده او ستونزمنه پروسه وي ځکه چې چین او روسیه باید قانع کړل شي چې دغه اقدام ویټو نکړي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د برخې مسولې د جینوا نه د ملګرو ملتونو سازمان ته سفر وکړ چې د امنیت د شوار په غونډه کې راپور ورکړي. هغې وروسته خبریالانو ته وویل چې شورا ته یې داسي وړاندیز کړی دی چې د سوریې وضیعت دي د جنایاتو نړیوالې محکمې ته راجع کړي.

XS
SM
MD
LG