د لاس رسي وړ اتصالات

دي میستورا وايي د ژنیو په خبرو کې پرمختګ شوی


د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ستفن دي میستورا په آستانه کې د سوریې د اپوزیسیون له یو غړي سره د خبرو پر مهال
د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ستفن دي میستورا په آستانه کې د سوریې د اپوزیسیون له یو غړي سره د خبرو پر مهال

د ملګرو ملتو ځانګړي استازي د جمعې په شپه اعلان وکړ چې د ملګرو ملتو تر مشرۍ لاندې د سوریې د سولې په اړه د هغو خبرو اوم پړاو پای ته ورسید چې د جولای په لسمه پیل شوې وې.

ستفن دي میستورا له دې غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې پرمختګ شوی، خو بری یې نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل "مونږ د خپلې هیلې سره سم ګام پر ګام پرمختګ کړی. موافقه ونشوه، ناکامي نه وه او هیڅوک د غونډې څخه ونه وتل، نو دا ګام په ګام پرمختګ دی".

ښاغلي دي میستورا همداراز وویل چې د سوریې د اپوزیسیون د بیلابیو ډلو ترمنځ باور زیات شوی او د سوریي حکومت غواړي چې د سولې په راتلونکو خبرو کې له ملګرو ملتو سره کار وکړي.

هغه وویل چي د سوریې اپوزیسیون د ګډ موقف په اړه یو لړ پراخي زمینې مشخص کړې دي او ترمنځ یې د باور د رامنځته کولو لپاره یوه عمومي روحیه موجوده ده چې مخکې نه وه. د هغه په وینا دوه میاشتې دمخه دداسې روحیې اټمل نه کیده.

ښاغلي دي میستورا دا چې د سوریې حکومت به د حکموتوالۍ او سیاسي انتقال موضوع په جدي توګه تعقیب کړي مه نه، وویل "نه".

دي میستورا وویل چې داسې نښې نښانې نشته، خو زیاته کړه چې د اسد له استازي یې غوښتي چې په راتلونکې غونډه کې پر سیاسي پروسې د بحث کولو لپاره تیاری ولري.

د ملګرو ملتو منځګړي وویل چې د سوریي په اړه "د تماس د ډلې"په نامه د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون له هغه ورستي نوښت سره ستونزه نه لري چې له مخې یې پکې د امنیت شورا او د اپوزیسیون غړي باید شامل وي".

ښاغلي دي میستورا له خبریالانو سره له خبرو نه مخکې په نیویارک کې د امنیت شورا له غړو سره د دغو خبرو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړي چې د جولای په لسمه په ژنیو کې پیل شوې وې.

د ملګرو ملتو استازي اعلان وکړ چې د خبرو راتلونکی او اتم پړاو به د سپتمبر په لومړیو کې وشي او هیله یې څرګند کړه چې نړیواله ټولنه به ټول لوري دیته وهڅوی چې په یوه خونه کې د خبرو لپاره کښیني.

د سوریې اپوزیسیون او حکومت تر اوسه پورې د ملګرو ملتو تر نظارت لاندې جلا جلا غونډې کړي دي.

XS
SM
MD
LG