د لاس رسي وړ اتصالات

د څوارلسو پخوانيو طالبانو نومونه د تور لیست نه وایستل شول


د څوارلسو پخوانيو طالبانو نومونه د تور لیست نه وایستل شول
د څوارلسو پخوانيو طالبانو نومونه د تور لیست نه وایستل شول

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو په ١۴ پخوانيو غړو باندي خپل لګول شوي بندیزونه ایسته کړي دي.

دا اعلان پرون د جمعې په ورځ وشو او له دې کبله ډیر مهم بلل شوی دی چي طالبان د افغانستان د حکومت سره د سولي خبرو ته کښیني.

کابل د ملګرو ملتو د بندیزونو د کمیټې نه غوښتي وو چي د خپلو بندیزونو د لیست نه دي یو شمیر هغه پخواني طالبان وباسي چي حکومت ته معلومه شوې ده چي هغوي نور د یاغیانو په ډله کي نه دي.

په هغوطالبانو کي چي د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لیست نه ایستل شوي، څلور تنه یې د سولي د عالي شورا غړي دي چي دا شورا د تیر کال د سیپټامبر په میاشت کي د افغاني مقاماتو له خوا ددې د پاره جوړه شوه چي د سولي خبرو ته لاره خلاصه شي.

د امنیت د شورا دا اقدام د هغې د هغي وروستۍ پریکړي نه وروسته کیږي چي غواړي د ملګرو ملتونو په بندیزونو کي دي د القاعدې او طالبانو سره بیل بیل چال چلند وشي.

XS
SM
MD
LG