د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا: د سولې په پروسه کې ځوانانو ته ونډه ورکړئ


د امنیت شورا پریکړه لیک د هغو عواملو د څیړلو پر اهمیت ټینګار کوي چې له تاوتریخوالي نه د ډکې سخت دریځۍ د زیاتوالي سبب کیږي.
د امنیت شورا پریکړه لیک د هغو عواملو د څیړلو پر اهمیت ټینګار کوي چې له تاوتریخوالي نه د ډکې سخت دریځۍ د زیاتوالي سبب کیږي.

د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا یو پریکړه لیک چې د چهار شنبې په ورځ د رایو په اتفاق تصویب شو، د نړۍ له هیوادونو نه وغوښتل چې په شخړه ځپلو سیمو کې خپل ځوانان خوندي وساتي او هغوی دې ته وهڅوي چې له جګړو نه وروسته د سولي په پروسو کې ونډه واخلي.

دغه پریکړه لیک همداراز د هغو عواملو د څیړلو پر اهمیت ټینګار کوي چې له تاوتریخوالي نه د ډکې سخت دریځۍ د زیاتوالي سبب کیږي.

د بل هر وخت په پرتله په نړۍ کې د ځوانانو شمیر تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی. اوس په نړۍ کې یو اعشاریه اته میلیارده ځوانان اوسیږي چې د لسو او ٢۴ کلونو ترمنځ عمر لري.

ددغو ځوانانو زیاتره برخه په پرمختلونکیو هیوادونو کې ژوند کوي. ډیر یې بې وزله، بې تعلیمه او بیکاره دي چې له امله یې د ملیشو او یا د اسلامي دولت په څیر د ترهګرو ډلو له خوا د ګمارلو له خطر سره مخامخ کیږي.

د ځوانانو لپاره د ملګرو ملتونو استازی احمد الهنداوي وايي "مونږ ټول دا منو چې ځوانان د دغو سخت دریځو ډلو له خوا د ګمارل کیدلو له خطر سره مخامخ دي، نو مونږ باید ځوانان د تندلارۍ پر خلاف په جګړه کې د خپلو شریکانو په توګه هغوی ته په ونډې ورکولو سره خپله لاره بدله کړو."

هغه وویل، دیته اړتیا ده چې خپلې خبرې سمې کړو او پر ځوانانو دا منفي ټاپه لګول بند کړو چې ګني هغوی ددې ستونزې یوه برخه دي.

د امنیت شورا پریکړه همداراز د هغو عواملو د څیړلو پر اهمیت ټینګار کوي چې له تاوتریخوالي نه د ډکې سخت دریځۍ د زیاتوالي سبب کیږي. ددې لیک مسوده د اردن د هیت له خوا ترتیب شوې وه.

په ملګرو ملتونو کې د اردن سفیرې دینا کاور وویل "دې ته اړتیا ده چې د دوامدارې پرمختیا د یقیني کولو لپاره زیات کار وشي او له ځوانانو نه د ورانکارۍ د آلې په توګه نه بلکې د جوړولو لپاره استفاده وشي."

دا په دې معنی دي چې د ځوانانو، په تیره بیا د هغو ځوانانو لپاره چې د جګړو په سیمو کې دي، تعلیم ته د لاس رسي، د مسلکي روزنو او د کار د فرصتونو په شمول نورې لارې چارې ولټول شي.

په برخه کې ټولنیزې رسنۍ هم پوره ونډه لرلای شي.

الهندوي وايي چې د اسلامي دولت له ډلې پورې تړلي د ټویټر پنځوس زره اکاونټونه موجود دي چې هره ورځ ددې ډلې د پلویانو له خوا شاوخوا ٩٠ زره پوسټونه خپروي. خو هغه زیاتوي چې بې له دې بله لاره نه لرو چې ځوانانو ته ونډه ورکړو او د آنلاین او آفلاین جګړه وګټو.

د امنیت شورا ددۍ پریکړه لیک په تصویبولو سره دا مني چې د نن ورځې ځوانان د سبا ورځې د نړۍ جوړونکي دي او ددې لپاره چې دا نړۍ سوله ییزه او هوسا اوسي، ځوانان باید ددې په جوړښت کې ونډه ولري.

له دې نه مخکې، دې شورا له ترهګرۍ سره د نړیوالې مبارزې په ترڅ کې ترهګرو ته د پیسو د بهیر د مخنیوي او د هغوی پر خلاف د هوايي بریدونو او نورو پوځي عملیاتو اجازه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG