د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د ښځینه قاضي په نوماندۍ خوښ یو


Afghanistan women un
Afghanistan women un

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې مشره وايي، ملګري ملتونه د افغان ولسمشر پدې پرېکړې خوښ دي، چې د سترې محکمې عالي شورا ته یې یوه ښځینه قاضي نومانده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې مشرې دا ډول وویل چې له پارلمان هم غواړي، چې نوموړې ښځینه قاضي ته د باور رایه ورکړي.

که څه هم ولسمشر غني په رسمي ډول لا هم دا حکم ندی صادر کړی، ولې ویل کیږي، چې ولسمشر غني انیسه رسولي د سترې محکمې د عالي شورا د غړې په توګه نومولې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ددې ادارې مشرې الزیرا سګینبایوه وویل د ملي یووالي حکومت د ښځو په تړاو چې څه ژمنې کړي دي، تر اوسه یې عملي کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې مشره الزیرا سګینبایوه وویل "پدې خبر مونږ زیات خوښ شولو، دا د دوی یوه ژمنه وه، دا ډول د ښځو فعالانو غوښتنه هم وه، ترڅو په ستره محکمه کې ښځینه قاضي وي."

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې نن سه شنبه په افغانستان کې د جندر د مساواتو لپاره یو کمپاین پیل کړ، چې سړي د ښځو د حقوقو نه ملاتړ وکړي او ځانونه پدغه نړیوال کمپاین کې ثبت کړي.

دغه کمپاین تر دې نوم چې زړه ور سړی له ښځو ملاتړ کوي، پیل شو او له کابل باندې به هم ولایتونو ته وغځول شي، دا یو نړیوال کمپاین دی، چې د نړۍ د یو ملیارد سړو ملاتړ د ښځو د حقوقو لپاره ترلاسه کړي.

د پارلمان غړې فرخنده زهرا نادري وویل "مونږ اړتیا لرو، چې سړي د ښځو درد درک کړي، او یو ځای لاس ورکړو، ترڅو د تاوتریخوالي عوامل له منځه یوسو."

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، لا هم افغانستان د ښځو لپاره خطرناک ځای دی او ښځې په مسلسل ډول له تاوتریخوالو سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG