د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي شورا د مجازاتو معافیت دودوي – یوناما


د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ملي شورا غړي د خپل کار په دوره کې د قانوني مصونیت څخه برخمن دي

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې په خپل درییم راپور کې، چې نن د دوشنبې په ورځ ( ثور۳۰ مه) یې خپور کړی، ویلي، چې د دغه هیواد ملي شورا د مجازاتو څخه د بخښنې د فرهنګ د ودې سبب شوې ده.

راپور د وکیلانو د کاري دورې پر مهال د هغوی د څرګندونو پر وړاندې مصونیت ته په اشارې ویلي، چې دا مصونیت یو موقتي مصونیت دی، په داسې حال کې، چې د دغه راپور له مخې د اساسي قانون د دغې مادې څخه د ملي شورا د دواړو مجلسونو استازو ګټه پورته کړې ده.

یوناما په دغه راپور کې چې شاوخوا اویا پاڼو کې لیکل شوی ویلي، چې ملي شورا اکثره د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې د غړو د توقیف لپاره د لویې څارنوالۍ غوښتنه نه ده منلې.

د فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه او د سولې او هوساینې لپاره اساسي کار تر عنوان لاندې په دې ترتیب شوي راپور کې ویل شوي "تیر مثالونه ښيي، چې د مصونیت د لرې کیدو په برخه کې د اجازې د ترلاسه کولو هیڅ یوه غوښتنه هم د یو مجلس له خوا نه ده ورکړل شوې. د عدلي او قضايي او د قانون پلي کوونکو مراجعو ته د حاضریدلو لپاره د ملي شورا د غړو د اړ کولو په برخه کې د ملي شورا د دواړو مجلسونو نه لیوالتیا د مجازاتو څخه د بخښنې فرهنګ رامنځ ته کړی دی".

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" فساد سره د مبارزې لپاره د مصونیتونو له منځه وړلو لپاره د افغانستان د قوانینو د تعدیل اړتیا ته هم اشاره کړې او ویلي دي، چې دا مصونیتونه باید په محدود ډول تعبیر شي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ هم تیره ورځ د ولسي جرګې څخه وغوښتل، چې د دغې جرګې دوه نوي غړي، چې د مجازاتو سره مخ دي عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.

د یوناما دا راپور پر داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان د پارلمان نوې ۱۷مه تقنیني دوره روانه میاشت پرانیستل شوه چې له تېرو دری ورځو راپدېخوا پکې د ریاست پر څوکۍ جنجالونه روان دي.

فساد سره مبارزه

ملګروملتونو په دغه راپور کې ویلي، اوس هم په افغانستان کې فساد سره مبارزه یو جدي اړتیا ده.

"یوناما" په وروستیو کلونو کې فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ستاینه کړې ده.

خو د "یوناما" مشر تدامچي یاماموتو له افغان حکومت څخه د فساد سره د نورې مبارزې غوښتنه هم کړې ده.

ښاغلي یاماموتو وویل " فساد د قانون حاکمیت کمزوری کوي او جنایتونو ته زمینه لا برابروي، چې دا کار د یوې خبیثې حلقې رامنځ ته کیدو سبب شوی، چې د مجازاتو څخه د بخښنې فرهنګ پیاوړی کوي. د ټولو مهمه دا چې فساد حتی د سولې لری لید د ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د خبرو پر اساس هواری باید په صداقت او عدالت بنا وي".

د دې رآپور مندنې ښيي، چې په افغانستان کې د فساد سره مبارزې د خلکو پر ژوند کومه مثبته اغیزه نه ده کړې.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ د جوړیدو وړاندیز کړی چې د شوو اصلاحاتو ساتنه هم وکړی شي.

XS
SM
MD
LG