د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: افغانستان ته د نړۍ پاملرنه په کمېدو ده


د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو د دولسمې غونډې له تر سره کېدو سره هم مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګر ملتونو استازولۍ د ښاغلي پوتزل له قوله لیکلي چې مهمه ده افغانستان د منځنۍ اسیا په اجنډا کې ځای ولري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال ویلي: "نړیواله پاملرنه کمیږي او موقعیتونه لا سخت کیږي. د سیمې همکاري او تعامل ډير مهم دی."

دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ اسیا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو غونډه د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه د مرکزي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر لخوا د ترکمنستان په ملاتړ په عشق اباد کې تر سره شوه.

ملګرو ملتونو ویلي چې له دغه ناستې څخه هدف په منځنۍ اسیا کې د هغو بدلونونو او بهیرونو په اړه د نظرونو تبادله ده چې په منځنۍ اسیا کې په سولې او امنیت ګټور اغېز کوي او همدارنګه د دغو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې کول دي.

په مرکزي اسیا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر ناتالیا ژرمن په دغې ناستې کې ویلي چې اوس مهال په نړۍ کې د رامنځته شوو ستونزو سره هم مهاله، د سيمي هيوادونو په بېلابيلو برخو کې منظم تماسونه چې له هغه جملې په لوړو سياسي برخو، امنيتي همکاريو، انرژۍ اقليمي تغيراتو او نورو برخو کې خپل همکاري ساتلې ده٠

د ملګرو ملتونو په اعلاميه کې ويل شوي چې د دغې غونډې ګډونوالو د سيمه ييز مرکز د ګټورو فعاليتونـو او د" افراط ګرايي مخنيوي او تروريزم سره د مقابلې، اقليمي تغيراتو او د اوبو د دپلوماسۍ" او همدارنګه په خپلو خبرو کې د "ښځو، سولې او امنيت او ځوانان، سوله او امنيت" څخه ملاتړ اعلان کړ٠

د منځنۍ اسيا لپاره د ملګرو ملتونو دغه مرکز د دغه ناستې په چوکاټ کې د دولتونو او مرکزي اسيا د ځوانانو تر منځ د خبرو کوربتوب هم کړى و٠

دا ناسته په داسې مهال تر سره شوې چې افغانستان د د څه باندي يو کال را پدېخوا د طالبانو تر حاکميت وروسته په سياسي، امنيتي، او اقتصادي برخو کې له ستونزو سره مخ دى٠نړيوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو لپاره د ټول شموله حکومت جوړېدو، د اقليتونو او قومي لږکيو تر څنګ د نجونو او ښځو د حقوقو پر تامين باندي ټينګار کړى دى٠

د افغانستان په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي تيره اونۍ په دوبۍ کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد يعقوب مجاهد سره ليدنه کې ويلي و چې د طالبانو مشروعيت په افغانستان کې د نجونو او ښځو سره د هغوى د چلند په څرنګوالي پوري تړلى دى.

XS
SM
MD
LG