د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې بې کسه مړي څوک ښخوي؟


تابوت

د امریکا په متحده ایالاتو کې د مړو د ښخولو لگښت نسبتاً زیات دی، خو د بې کوره، منزوي شویو او یا د هغو کسانو مړي چې خپلوان نلري او څه یې له ځانه ندي پریښي، څوک ښخوي؟

امریکا کې "بې سرپرسته مړي" هغو خلکو ته ویل کیږي چې د بې کورۍ پر وخت مړه شوي، هغه کسان چې کورنیو شړلي وي او یا د خپلې کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي وي او دغه مړ شوی شخص هیڅ دارایي هم نلري.

ددغو کسانو مړي په عمومي توگه د تکفین او تدفین خیریه ټولنې ښخوي او یا هم سوزوي چې د دولت او یا هم د محلي حکومتونو له لورې تمویلیږي. خو د متحده ایالاتو د مسه چوسیت ایالت په څیر ځایونو کې چې ددغه ډول مراسمو لگښت لوړ شوی او له بلې خوا پیسې په وخت نه ورکول کیږي، د مړو د ښخولو ټولنې نه غواړي دغه مصارف په غاړه واخلي.

د مثال په توگه د لویدیځې ویرجینیا په ایالت کې هغه پیسې چې د بې کسه مړو د ښخولو لپاره په پام کې نیول شوې وي، د هغه کسانو په مړو لگیدلي چې د مخدره توکیو د استعمال په وجه مړه شوي.

په مسه چوسیت کې د تکفین او تدفین د ادارې مدیر پتر ستیفن وایي د بې کسه کسانو د مړو د ښخولو لپاره دغو ټولنو ته ١١١٠ ډالرورکول کیږي چې د تیرو ٣٥ کلونو راهیسې یې په مسه چوسیت ایالت کې تغییر نه دی کړی.

په داسې حال کې چې د ښاغلي ستیفن په وینا د تابوت او ترانسپورت په گډون د یو مړي د ښخولو لگښت د هغه څه په اندازه دوه چنده دی چې فدرالي او یا محلي حکومت یې ورکوي.

د متحده ایالاتو د تکفین او تدفین د ملي اتحادیې جنرال قونسل سکات گلیگان وایي، د امریکا د ٥٢ ایالتونو له جملې نه په ١٥ ایالتونو کې د بې کسه کسانو د مړو د ښخولو لپاره یو څه پیسې ورکول کیږي، په داسې حال کې چې په نورو ایالتونو کې دغه لگښت د محلي حکومتونو په غاړه دی.

ښاغلی گلیگان د مثال په توگه د اوهایو ایالت یادونه کوي چې دولت ددغه ډول مړو د ښخولو لپاره ٧٥٠ ډالر ورکوي او نور لگښت د محلي حکومتونو په غاړه لویږي. د هغه په وینا په ځینو کوچنیو ښارگوټو کې دغو مرکزونو ته یواځې ٣٥٠ ډالر ورکول کیږي چې د ښاغلي گلیگان په وینا "اکثر وخت دوی دا کار د ښه نیت له مخې کوي".

XS
SM
MD
LG