د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو نوم لیکنه روانه ده


افغانستان د مهاجرینو چارو وزارت وایي تر تیرې اونۍ په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو پنځه دیرش زره افغانانو نوم لیکنه شوې.
افغانستان د مهاجرینو چارو وزارت وایي تر تیرې اونۍ په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو پنځه دیرش زره افغانانو نوم لیکنه شوې.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته د میشتو افغانانو د نوم لیکنې بهیر د اګست د تیرې میاشتې په شپاړسمه پیل شوی او د تر تیرې اونې پورې پنځه دیرش زره افغانانو د دغه بهیر له لارې خپل نومونه ثبت کړي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت رسنیزو چارو سلاکار حفیظ احمد میاخیل امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته د میشتو افغانانو د نوم لیکنې بهیر د پاکستان د "نادرا" ادارې له خوا په دغه هیواد کې پیل شوی، چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې به دا بهیر بشپړ او تر اوو سوو زرو پورې افغانان به په پاکستان کې د اوسیدلو قانوني اسناد ترلاسه کړي.

ښاغلي میاخیل وویل " د ثبت او راجستریشن لپاره د پاکستان په بیلابیلو ایالتونو کې یوویشت مرکزونه جوړ شوي او پنځویشت تنه له افغانستان څخه پاکستان ته استول شوي، ترڅو له دغې پروسې څخه هلته نظارت وکړي او د پاکستان د نادرا د ادارې سره د افغانانو په ثبت او هویت په پیژندلو کې مرسته وکړي ".

په پاکستان کې د شاوخوا یو نیم میلیون افغانانو چې د مهاجرت په قانوني اسنادو په دغه هیواد کې ژوند کوي سربیره د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ د وینا له مخې تر اته سوو زرو پورې نورافغانان هم د اوسیدانې د اسنادو پرته په دغه هیواد کې دیره دي.

په کابل کې د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ " یو این ایچ سي ار" ویاند نادر فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې په پاکستان کې د قاقوني اسنادو پرته د میشتو افغانانو د نوم لیکنې له بهیر څخه د دغې ادارې ملاتړ اعلان کړ، خو ویې ویل چې د نوم لیکنې دا بهیر د افغان حکومت او پاکستان د حکومت ترمنځ د شوې موافقې له مخې پیل شوی دی.

ښاغلي فرهاد وویل " د اګست په دیارلسمه چې ما پخپله پاکستان ته کوم سفر درلود، هلته مې یو لومړنی مرکز ولید چې د نومونو د ثبت لپاره پرانیستل شوی وو، یو شمیر افغانان هلته ورغلي وو، کوم معلومات چې ما ترلاسه کړي، له سل زرو څخه زیاتو افغانانو دغو مرکزونو ته د نومونو د ثبت لپاره ورغلي وو، مونږ د یواین ایچ سي ار د ادارې په توګه له دغه بهیر څخه ملاتړ کړی دی، په ډیرو برخو کې مو اسانتیاوې برابرې کړي دي، د مهاجرت نړیواله اداره په دې بهیر کې ښکیله ده".

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ ویاند وویل چې دا نوم لیکنه به دا معلومه کړي، چې په پاکستان کې څومره افغانان د قانوني اسنادو پرته دیره وو.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې آی او ایم د یو رپوټ له مخې یوازې سږکال د جنورۍ له میاشتې راهیسې تراوسه ۸۳۳۳۷ د قانوني اسنادو نه لرونکي افغانان له پاکستان څخه خپل وطن ته راستانه شوي دي.

په داسې حال کې چې یو این ایچ سي ار، وایي په دغه موده کې د قانوني اسنادو لرونکې نیږدې اته څلویښت زره افغانان له دغه هیواد څخه خپل وطن ته راغلي دي.

تیرکال پاکستان د اګست د میاشتې په وروستیو کې له خپل هیواد په زور د افغانانو د شړلو بهیر پیل کړ، چې د کال ترپایه نیږدې شپږ سوه زره افغانان دغه هیواد څخه خپل وطن ته راستانه شوي وو.

د یواین ایچ سي ار ویاند په روان کال کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ستنیدلو د بهر د ورو کیدو علت په دغه هیواد کې میشتو افغان مهاجرینو ته د اوسیدانې د شرایطو ښه کیدل ګڼي.

ښاغلي فرهاد وویل " افغانانو ته یو شمیر سهولتونه هم برابر شوي دي، مثلآ په پاکستان کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو پرته د افغانانو نوم لیکنه، د مهاجرینو لپاره د حفاظتي وضعیت ښه والی او همداشان یو بل علت چې ښودل شوی، هغه وطن ته د ستنیدونکو سره د یواین ایچ سي ار په نغدي مرستو کې کموالی دی، یواین ایچ سي ار تیرکال هر ستنیدونکي وګړي ته څلور سوه امریکایي ډالر ورکول، چې سږکال دا پیسې دوه سوو ډالرو ته راکمې شوي دي ".

خو ښاغلی فرهاد وایي چې د دغو عواملو په څنګ کې په پاکستان کې د میشتو افغانانو وضعیت د تیرکال پرتله اوس نسبتآ ښه دی.

د یو این ایچ سي ار دغه چارواکی وایي چې لا هم د روان کال پای ته څلور میاشتې پاتې دي او کیدای شي له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان مهاجرینو د ستنیدلو بهیر ګړندی شي او دا ځکه چې د ښاغلي فرهاد پر وینا پاکستان تیرکال په وروستیو څلور میاشتو کې له دغه هیواد څخه تر درې سوه څلویښت زرو پورې افغانان افغانستان ته شړلي وو.

XS
SM
MD
LG