د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: ملګرو ملتونو کې د وریښمو د لارې پر رغاولو او امنیت غږیږو


افغانستان: ملګرو ملتونو کې د وریښمو د لارې پر رغاولو او امنیت غږیږو
افغانستان: ملګرو ملتونو کې د وریښمو د لارې پر رغاولو او امنیت غږیږو

افغانستان به د ملګرو ملتونو په ۶۶مې عمومي غونډه کې د سولې، د امنیتي مسولیتونو د انتقال او ملي مصالحې پر موضوعګانو باندې خبرې کوي. د وریښمو د لارې بیا رغاول هم ددې بحثونو یوه برخه ده. دا لاره د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره موثره ګڼل شوې ده .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول چې دا مهال د ملګرو ملتونو د سازمان د ۶۶مې عمومي غونډې لپاره په امریکا کې دی، د نړۍ د ډیرو هیوادونو سره به په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راتګ پر څرنګوالي خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو مشر داکتر فرامرز تمنا وایي، زلمی رسول به د پاکستان، ترکیې، اذربایجان، عربی اماراتو، هسپانیې او بریتانیې له هیوادونو سره د افغانستان د سولې ثبات او سیمه ییزو همکاریو باندې هم غږیږي.

په افغانستان کې غځیدلې د وریښمو پخوانۍ لاره هغه ستراتیژیک موقعیت دی چې افغانستان به د منځنۍ آسیا او او ختیځې او جنوب ختیځې آسیا سره نښلوي او په دې منځ کې به دا هیواد د کلتوري او سوداګریزو معاملاتو له امله ډیر ژر د اقتصادي ودې پر لاره سیخ شي.

افغان هیات به په عمومي غونډه کې د وریښمو د لارې بیا رغاولو لپاره هم د نږدې ۱۵ هیوادونو سره خبرې کوي.

ښاغلی تمنا وایی ټاکل شوې د سپتمبر په ۲۹ به په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړیږي چې په هغه کې به د سیمې د امن او ثبات په اړه د افغانستان لید لوری په ډاګه کیږی او د بن او ستانبول پر کنفرانسونو به هم خبری کیږي.

له بلی خوا د ملګرو ملتونو په ۶۶مې غونډې کې به د افغانستان او امریکې تر منځ د پولیسو لپاره د پراختیایي پروګرامونو او مخدره توکو سره د مبارزې لپاره هم خبرې کیږي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په ۶۶مې غونډې کې د افغانستان او ګاوندیو هیوادونو تر منځ د سولې او ټیکاو په را منځته کیدو خبرې کیږي د تیرو ورځو په اوږدو کې بیا هم د پاکستان او افغانستان د سرحدي سیمو نه د کنړ پر ولایت د توغندیو د راتلو رپوټونه ورکړل شوي دي.

افغانان وایي تمه یې درلوده چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د افغانستان استازي دا موضوع په ډاګه کړي خو په دې اړه د دولت چوپه خوله پاتې کیدل ډیر لوی سوال رامنځته کړی دی.

له بلې خوا د هیواد پارلمان هم په خپلې نننۍ غونډه کې ددې ګوذارونو د ختمولو لپاره د افغان دولت عکس العمل وغوښت خو د بهرنیو چارو وزارت وایي لا په دې اړه ژورې څیړنې کوي.

افغانان وایي دې راکټي حملو په سلګونو کورونو ته زیان اړولی دی او تر برید لاندې ولایتونو د هستوګنو د بیځایه کیدو او وژلو سبب شوي دي.

XS
SM
MD
LG