د لاس رسي وړ اتصالات

په یونان کې مهاجرین د سختو مشکلاتو سره مخ دی


د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداره واېې د هغو زرگونو زره مهاجرینو حال چې د جنگ ، د بشري حقونو د سرغړونو او نورو کړاونو له کبله تښتیدلی او یونان ته رسیدلي دي د زغم او تحمل وړ نه دی.

ملگرو ملتونو د اروپایی هیوادونو څخه غوښتې چې د گډ مسولیت آحساس وکړی او د دغه مخ په زیاتیدونکې بیړنې حالت غم وخوري.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینود اداری ریس واییچې ده د یونان په مختلیفو ټاپوگانو کې بشپړه بې نظمى ولیده او هلته مهاجرین پرته له کومي مرستي پراته دي، د ملگرو ملتونو د اداری ریس وینسنټ کاچټیل وایي چې ده دا سفر په دی ورستېو کې د غو ټاپو گانو ته د دې د پاره کړی و چې د مهاجرینو جاج واخلي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینود اداری ریس وینسنټ کاچټیل
د ملگرو ملتونو د مهاجرینود اداری ریس وینسنټ کاچټیل

وینسنټ کاچټیل وویل اروپا باید د یونان دپاره نور څه هم وکړی

،،زه د تیرو ٣٠ کلونو راهیسي د ملگرو ملتونو د مهاجرینو د اداری سره کار کوم. ما ډیرو افریقایی هېوادونو ته سفر کړی دی، اسیایی هېوادونو ته هم تللی یم، خو ما داسي یو حالت بل چیری نه دی لیدلی، دا اروپایی اتحادیه ده،او د شرمه ډکه خبر ده. په هغو ټاپوگانو کې چې موږ د کړیدو کوم وضیت ولید، هغه د برداشت نه و. څه چې موږ ولیدل هغه د منلو وړ نه و. د هغوي دپاره هیڅ هم نه وه. نه اوبه وي، او نه د تشنابونو او اوبو ایستلو څه سم انتظام و، او نه یی خواړه درلول، دا بیخي د نه منلو وړ دی،،.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو دغه اداره واېې، په دی کال کې د سمندر دلاري ١٢۴٠٠٠ مهاجرین راسیدلی دی، او زیاتره د لیواس، چیواس، سمواس او لاروس په ټاپوگانو کې پراته دی. دغي اداری ویلې چې په دې نوي شمیری چې د تیر کال په پرتله ٧٥٠ فيصده زیاتوالی راغلي دی. یواځي د جولاي په میاشتې کې ٥٠٠٠٠ کسان راغلي دی او د ٢٠٠٠٠ څخه زیات کسان د جون په میاشت کې راغلي وو.

کوچیټل وایی، دی له دې امله ستومانه شوی دی چې رسنۍ د مهاجرینو دغه بیړنې حالت ته د مهاجرینو د بحران نوم ورکوي او ویې ویل،د مهاجرینو ډیر شمیر د افغانستان، عراق او د سوریی د هیوادونو دي او د جنگ له امله راتښتي .

د ملگرو ملتونو اداری ددی مخ په زیاتیدونکې بحران په اړه د سمدستې اقدام غوښتنه کړی ده. دغه اداره واېې، تراوسه په هغو ټاپوگانو کې یو داسي یو نظام نه دی جوړ شو ي چې دغه زرگونو زره مهاجرینو ته چې رارسیږی د ننوتو اجازه ورکړل شي او کارونه یې بشپړ سي.

دغه اداره واېې، اروپا باید ترهغه ډیر زیات څه وکړي چې اوس مهال یی کوي او باید د اقتصادی او مالي ملاتړ په ورکولو کې مخکښه وي، دغه اداره زیاتوي چې یونان هم باید د مرستې او همکاري یو مناسب میکانیزم دهغو مهاجرینو دپاره جوړ کړی، چې راغلي دی او څه نلري.

XS
SM
MD
LG