د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره تر ۸۰ ټنه زیات طبي مواد کابل ته رسېدلي


د وروستیو طبیعي پیښو (زلزلو) له امله اغیزمن شوي نږدې ۴۳زره کورنیو ته د یونیسف د بیړني مرستو یوه برخه.
د وروستیو طبیعي پیښو (زلزلو) له امله اغیزمن شوي نږدې ۴۳زره کورنیو ته د یونیسف د بیړني مرستو یوه برخه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، چې د اکتوبر په ۲۲ (تلې۳۰مه) د درملو، طبي وسایلو، قابله ګۍ او جراحۍ په ګډون څه باندې ۸۰ ټنه طبي توکي کابل ته راورسېدل.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې رسنیو ته په یوې استول شوي خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو طبي وسایلو او درملو په واسطه به په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو شویو ماشومانو، امیندوارو میرمنو او کورنیو ته رسیدګي وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي،‌ چې دغه طبي وسایل د اسیا پراختیایي بانک لخوا تمویل شوي او د وروستیو طبیعي پیښو (زلزلو) له امله اغیزمن شوي نږدې ۴۳زره کورنیو ته د یونیسف د بیړنيو مرستو یوه برخه ده.

یونیسف همدارنګه ویلي دي، چې په دغو مرستو کې د هغو ماشومانو لپاره درمل هم شامل دي چې د سخت نس ناستې څخه کړیږي. په افغانستان کې د یونیسف استازي فران ایکویزا وویل: "مونږ د افغانستان په لویدیځ کې د وروستیو زلزلو له امله د ۹۶زره ماشومانو سره د مرستې لپاره په بیړني ډول د اضافي مرستو غوښتنه کړې ده."

د ملګرو ملتونو ددغه اداره ويلي، چې د راپورونو له مخې د هرات ولایت په وروستیو زلزلو کې نږدې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي چې ۹۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي او همداراز ۱۵۴زره کورونه یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي دي، چې د هرات په وروستیو زلزلو کې شاوخوا دوه زره کسان وژل شوي دي.

یونیسف همدراز ویلي‌،‌ چې د ژمي په رارسیدو سره به د افغانستان لویدیځ ته د لوړ کیفیت لرونکي ۳۰۰ خیمې انتقال کړي. له دغو خیمې څخه د ښوونځیو، روغتیایي کلینیکونو، د تغذیې او د مرستو ویش د مرکزونو په ګډون د بیلابیلو موخو لپاره کار اخیستل کیدای شي.‌

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، چې تر اوسه یې پر ۱۷۸۰۰ کسانو د څښاک پاکې اوبه او د حفظ الصحې مواد او شاوخوا ۱۰۴۰۰ کسانو ته یې ژمنۍ جامې او د کور د اړتیا وړ توکي وېشلي دي. همدارنګه له ۱۱۹۳ اړمنو کورنیو سره یې نغدي مرستې هم کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي، چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به د دغې ادارې حیاتي بشري مرستې د ۹۶ زره ماشومانو په ګډون ۲۰۰ زرو کسانو ته ورسیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG