د لاس رسي وړ اتصالات

دوه میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله له ودې پاتې دي - یونیسف


د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي په افغانستان کې د پنځه کلونو په ښکته عمر کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ ناروغي زیاته شوې ده.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي په افغانستان کې د پنځه کلونو په ښکته عمر کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ ناروغي زیاته شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې"یونیسف" د بیلجیم په پایتخت بروسل کې د افغانستان په اړه د تغذیې د نړیوال کلسټر د روانې دوه اړخیزې غونډې د جوړیدو پر مهال ویلي، چې دوه میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله بشپړه وده نه شي کولی.

یونیسف په یوه اعلامیه کې، چې په کابل او بروسل کې نن د دوشنبې په ورځ د ( چنګاښ لسمه) خپره کړې، ویلي چې په داسې حال کې، چې داغونډه روانه ده، دا اداره افغانستان کې دخوارځواکۍ له منځه وړلو لپاره د جدي هڅو غوښتنه کوي.

افغانستان د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر مياشت کې د تغذيې لوړوالي ډلې سره يوځای شوی او د افغانستان د تغذيې او د خوړو خونديتوب اجنډا (AFSeN-A) ، چې خوارځواکۍ ستونزو ته د حل د موندلو په موخه د څو سکتوري ادارو کړنلاره جوړوي رامنځته کړې ده.

"یونیسف" ویلي، چې افغان ماشومان لا تر اوسه د څو لسيزو پرله پسې جګړو تر فشار لاندې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د ۳.۸ميليونو ماشومانو په ګډون ۶.۳ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري، چې دا شمېر د " یونیسف" د ادارې د اټکل له مخې د تېر کال په پرتله دوه وارې ډېر دی.

د " یونیسف" په دې اعلامیه کې افغانستان لپاره د دغې ادارې د د استازي دفتر سرپرستې مېرمن شيما سن ګوپتا له خولې ویلي " ماشوم ته مناسبه تغذيه په لومړيو ۱۰۰۰ورځو ( د مور له اميندوارۍ څخه د ماشوم تر دوه کلنۍ پورې) په ترڅ کې د هر ماشوم د ودې او سوکالۍ لپاره ارزښتمنه ده. له بده مرغه ډېر شمېر ماشومان د بې وزلۍ او د غذايي خونديتوب نشتوالي، جنګونو او د مناسبې تغذيې له اهمیت څخه ناخبرتيا له امله له ودې څخه پاتې کېږي، چې دا کار د زرګونو ماشومانو د شديدې خوارځواکۍ لامل کېږي او ډېر شمېر نور يې له دې څخه هم په شديدې خوراځواکۍ اخته کېږي".

په ټول افغانستان کې د تغذيې په برخه کې دترسره شويو سرويو ارزونې ښيي، چې اوس مهال د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه ۲۲ ولایتونو کې ماشومان، د شديدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې په افغانستان کې له پنځو کلونو څخه د ښکته عمر لرونکو خوارخواکو ماشومانو شمېر دوه ميليونه اټکل شوی دی، چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۲۸ فیصده ډیر دی.

یونیسف وايي، له دغو ننګونو سره سره افغانستان د ماشومانو د تغذيې او روغتيا د ودې په برخه کې مهمې لاس ته راوړنې هم لري.

په وروستيو کلونو کې په هرو ۱۰۰۰ ژونديو زېږېدنو کې له پنځو کلونو څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو د مړينه کچه له ۶۹ څخه ۵۰ پېښوته راټيټه شوې ده.

د ۲۰۱۳ کال په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د پنځو کلونو څخه د ښکته عمر لرونکو هغو ماشومانو شمېر له ۴۰ فیصدو څخه ۳۷ فیصدو ته راټيټ شوی دی، چې د خپل عمر په پرتله يې لږه وده کړې ده.

یونیسف اداره وايي، په ټول افغانستان کې په ۱۳۰۰ کلینیکونو کې ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره امکانات شته دی.

XS
SM
MD
LG