د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې وسله والو یو دیني عالم وژلی


په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وسله والو له خوا هدفي وژنې زیاتې شوي دي.
په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وسله والو له خوا هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

د هرات ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه ( غبرګولی ۱۶ مه شپه) طالب وسله والو د دغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې د یو جومات خطیب مولوي عبدالسلام د هغه د کورنۍ د غړو په مخ کې په ډزو وژلی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه لس بجې کله، چې د زنده جان د ولسوالۍ د " اوغه" د کلي د جومات خطیب په جومات کې د تراویح د لونځ د ادا کولو وروسته کور ته ستون شو، طالب وسله وال یې کورته ورغلل او مولوي عبداسلام یې له خپل کور راویست او بیا وروسته یې هغه د خپلې کورنۍ د غړو په مخ کې په ډزو وواژه.

ښاغلي فرهاد وویل، چې امنیتي ادارو د پیښې پلټنه پیل کړې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه د دغې ډلې پر وسله والو باندې د مولوي عبداسلام د وژلو د تور سپیناوی نه دی کړی او بلې کومې ډلې هم د هغه د وژلو ادعا نه ده کړې.

په دې وروستیو ورځو کې پر دیني عالمانو د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

درې ورځې وړاندې ناپیژاندو وسله والو د کندهار په ښار کې یو دیني عالم او د موی مبارک د جومات خطیب مولوي عبدالحق اخندزاده هم وژلی وو.

مولوي اخندزاده د ماسپښین د لمانځه له ادا کولو وروسته د وسله والو تر برید لاندې راغلی وو.

مولوي اخندزاده په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې شهرت درلود او په افغانستان کې د جګړې د بندیدو او سولې له هڅو یې ملاتړ کوه.

XS
SM
MD
LG