د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي امریکایي سلاکاران له افغانستان بانک نه منع کړيدي


د افغانستان مرکزي بانک پخواني رییس څو ورځې مخکې له خپلې دندې په امریکا کې استعفی اعلان کړه.
د افغانستان مرکزي بانک پخواني رییس څو ورځې مخکې له خپلې دندې په امریکا کې استعفی اعلان کړه.

یو نوی رپوټ وايي چې جمهور رئیس حامدکرزي د امریکا د خزانې سلاکاران د افغانستان له مرکزی بانک نه ایسار کړیدي. هغوی هلته ددې لپاره کار کاوه چې د پیسو جریان د ناسمو خلکو په لاس کې ونه لوېږي.

دغه سلاکارانو چې د امریکا د خاص مفتش له خوا نه د افغانستان د بیارغونې د چارو څارنه کوي، د چارشنبی په ورځ دا رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کې ویل شویدي چې دا بندېز د می د میاشتې راهیسې لګول شویدی. رپوټ دا هم زیاتوي چې د خزانې د وزارت مفتشان دا پلان نلري چې د افغانستان د مرکزي بانک په چارو کې بیا کار وکړي ځکه چې د کار شرایط ورته ډیرغیر دوستانه دي.

د افغانستان لپاره د خاص مفتش نایب هربرت ریچردسن د چارشنبې په ورځ وویل امریکا په ملیاردونو ډالره داسې هېواد ته ورکړل چې د اداري فساد، بغاوت او مخدره موادو د تجارت وبا پکې خوره ده.

هغه وویل دا ضروري خبره ده چې له ټولو ضروري وسایلو نه کار واخیستل شي چې داخبره یقیني شي چې د امریکا ډالر د تقلب نه خوندي دي او په ځای لګیږي او بیرته بغاوت ته نه لیږل کیږي.

XS
SM
MD
LG