د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس: د آمریکا پیسې د قراردادیانو نه طالبانو ته رسېږي


کانګرس: د آمریکا پیسې د قراردادیانو نه طالبانو ته رسېږي
کانګرس: د آمریکا پیسې د قراردادیانو نه طالبانو ته رسېږي

دامرېکا د مشرانو جرگې ېو نوی راپور واېې چې دمتحده اېالاتو دحکومت کومې پېسی چې په افغانستان کې د شخصي امنېتي شرکتونو قراردادېانو ته ورکول کېږي، دغه پېسې بالاخره د طالبانو په لاسونو کې لوېږي.

د امرېکا دمشرانو جرگې د وسله والو قواوو دجرگه گئ په دې اړه خپل راپور پرون دپنجشنبی په ورځ ناوخته خپورکړ.

راپور واېې چې نوموړي شخصي شرکتونه زېاتره افغانان استخداموي ،بی له د ېنه چې په مناسب ډول دهغوي په باب لازمې پلټنې وسي.

د مشرانو جرگې د وسله قواوو دجرگه گئ رېس سناتور (کارل لېون) ووېل چې په افغانستان کې په شخصي امنېتي شرکتونو باندې زېاته اتکا ددې سبب کېږي چې ځېني پخواني جنگ سالاران په امنېتي دندو باندې وگمارل شی ، او هرڅموره چې ېې قدرت زېاتېږي د امرېکاېې عسکرو ژوند د خطر سره مخامخ کوي.

دمثال په ډول دا راپور واېې چه د امر گروپ په نوم ېو قراردادی شرکت ، چې په افغانستان کی دامرېکاېې د هواېې اډو دساتلو مسسولېت په غاړه لری، دوه پخواني قوماندانان ېې دامنېتی محافظانو په توگه مقرر کړي دي، چې دواړو ېې دطالبانو سره اړېکې لرلي.

دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس نن په دې اړه ېو لېک خپور کړ او وېې ومنله چه دغه مشکل په افغانستان کی موجود دی.

رابرټ گېټس واېې چه دقراردادېانو دمشکل د رفع کولو لپاره ېې ېو کاري هېت ټاکلیْ دیْ. دا راپور واېې چې فعلا په افغانستان کې شپږ وېشت زره شخصي قراردادېان کار کوي، چې ددې جملې نه ېې په سلوکې نوي دامرېکا دحکومت او ېا دحکومت دفرعې قراردادېانو لپاره کار کوي.

پخوا هم څو وارې په دغو شخصی ټېکه دارانو باندې د طالبانو سره د اړېکو لرلو الزامونه لگول شوي وو او وېل کېږي چې په لس هاو مېلونه ډالر ېې په غېرمستقېم ډول جنگ سالارانو او طالبانو ته ورکړی دي.

XS
SM
MD
LG