د لاس رسي وړ اتصالات

د بګرام پر هوايي ادې باندي ځانمرګه برید شوی


یو ځان مرگي نن د کابل شمال ته په بگرام کې د امریکا د نظامي اډې په دروازه کې برید کړی لږ تر لږه دوه ولسي افغانان یې وژلی او څلورنوریی ټپیان کړیدي. طالبانو ددې حملې مسولیت په غاړه اخستی دی او وایی چې د بگرام په هوایي اډه کې یې د قران شریفونو د سوزولو د بدل اخیستو لپاره دا چاودنه وکړه.

په دې حمله کې د ناټو هیڅ عسکر ته ضرر نه دی رسیدلی. د فبرورۍ په شلمه په بگرام کې د قران شریفونو د سوزولو پر سر په غونډ افغانستان کې د امریکا ضد له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې چې لږ ترلږه ٣٠ کسه په کې ووژل شول او د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې یی بې خونده کړې.

نیویارک ټایمز په دې باره کې د امریکا او افغان گډ تحقیقاتي هیات ته د یو نژدې کس له قوله وویل د دوه امریکایي نظامی افسرانو او د یو امریکایی ترجمان په شمول ، لږ تر لږه شپږ کسه د قران شریفونو د سوزولو په مسلې کې شامل دي چې کیدی شي انظباطی سزاګانې ورته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG