د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال: نوې تګلاره ښې نتیجې لري


د عملیاتو په چارو کې د ناټو او امریکایي قواوو د عمومي قوماندان مرستیال ،ډګر جنرال ډیوډ روډریګیز وایي په افغانستان کې د دوامداره جګړې او د افغان او نړیوالو قواوو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو سره سره بیا هم د دغه هیواد د جنوب په ځینو مهمو سیمو کې د امنیت د ټینګښت او د حکومت د واک د پراختیا په برخې کې پرمختګ شویدی.

ډګر جنرال ډیوډ روډریګیز وایي د جګړې په ډګر کې قوماندانانو دا توقع درولوده چې د عسکرو مرګ ژوبله به زیاتیږي ځکه چې د امریکا او نور نړیوال ځواکونه د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د مرکزونو په لور ورخوځیدل. خو له بلې خوا جنرال روډریګز وایي سره لدې چې جګړه اوس هم په زور کې ده، داسې نښې نښانې شته چې د جمهور رییس اوباما نوې تګلاره او د عسکرو زیاتوالی ښې او مثبتې نتیجې لري.

" مهمه خبره دا ده چې اوس ولس دحکومت سره په چارو کې برخه اخلي، بازارونه بیرته پرانیستل شویدي او هره ورځ زیات شمیر ښوونځي هم پرانستل کیږي. اوس د خلکو په وړاندې د ښه نیت لرلو او د هغوی د تهدید کولو تر منځ سیالي ده او همدغه خلک به د خپل د حکومت ملاتړ کوي او امنیتي قواوې به د هغوي ساتنه کوي. "

د عملیاتو په چارو کې د امریکا او د ناټو د قواوو د عمومي قوماندان مرستیال ډګر جنرال ډیوډ روډریګیز چې د سټلایټ له لارې یې دلته په واشنګټن کې د دفاع په وزارت کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې د طالبانو نه د حرکت قوه اخیستل شویده او اوس زور او قوت افغان او نړیوالو قواوو سره دی. جنرال روډریګز همدارنګه وویل هیله لري چې د همدې کال تر پایه پورې کله چې جمهور رییس اوباما د افغانستان لپاره پخپلې تګلارې باندې د سره غور کوي تر هغه وخته پورې پدغې تګلارې کې نور پرمختګ هم وشي.

" دا چې زیات شمیر افغانان د خپل حکومت سره یو ځای کیږي او د حکومت سره په چارو کې برخه اخلي نو زه فکر کوم چې د همدې کال د نومبر یا ډسمبر په میاشت کې به دا څرګنده شي چې زمونږ تګلاره او هغه هڅې کامیابه دي چې مونږ یې د افغانستان د حکومت او د افغانستان دا امنیتِِ قواوو سره په ګډه پرمخ بیابیو. "

جنرال روډریګز همدارنګه وویل چې تیره اونۍ په د لومړي ځل لپاره د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالې کې جګړه یو څه کمزورې شوې وه. د جمهور رییس اوباما نوې تګلاره څو میاشتې وړاندې په همدغې ولسوالۍ کې تطبیق شوې وه. چارواکي دا مني چې هلته پرمختګ د هغه څه نه سوکه ؤ لکه څومره یې چې توقع کیدله.

جنرال د کندهار ولایت په برخې کې وویل چې هلته د دریو نه په دوه برخو کې یې امنیتي قواوو د پلان سره سم امنیتي سیمې جوړې کړیدي او زیاته یې کړه چې د کندهار ولایت په هڅو کې به هم د هغو تجربو نه به کار واخیستل شي چې د مارجې په ولسوالۍ کې یې تر لاسه کړیدي.

" د کندهار ولایت لپاره زمونږ هڅې دا دي چې باید مخکې له مخکې پلان جوړول شي، پوره چمتوالی ولرو، سیاسي فضا برابره شي او د خلکو سره باید چې د هر څه نه مخکې په تماس کې شو. "

جنرال روډریګز همدارنګه وویل چې د عسکرو په زیاتوالي سره هغه پدې توانیدلی دی چې د افغانستان د امنیتي قواوو سره تر ډیره حده په ګډه کار وکړي.

هغه وایي د شپې لخوا د عملیاتو د همغږۍ په برخې کې اوس هم ځیني ستونزې شته دي. د هغه په قول داسې ګمان کیږي چې ایتلافي قواوو به د چارشنبې په ورځ د افغانستان په امنیتي قواوو باندې د طالبانو ګمان کړي وي او په هغوي یې د هیلوکوپترې نه ډزې کړې وې او پنځه افغان عسکر یې وژلي وو.

جنرال ډیوډ روډریګیز همدا شان ویلي دي د هغه وخت نه راپدیخوا چې ستر جنرال ډیوډ پیټریس په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو د عمومي قوماندان په صفت ټاکل شویدی، تر دې دمه کوم ستر بدلون ندی راغلی. خو وایي جنرال پیټریس پدې ټینګار کړیدی چې عسکرو ته د خپل ځان ددفاع په خاطر د ډزو کولو ټول واک باید چې ورکړل شي خو د ملکي خلکو ساتنې ته دې هم زیاته پاملرنه کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې په اړه د جنرال روډریګیز دا ارزونه پداسې وخت کې کیږي چې زیات شمیر کارپوهان او د پارلمان غړي همدغه پوښتنه کوي چې آیا نوې تګلاره نتیجه ورکوي او که نه.

د جمهور رییس اوباما د حکومت چارواکو تل د پوځ نه دا غوښتلي دي چې د جمهور رییس براک اوباما د ژمنې د پر ځای کیدو لپاره دې هلې ځلې وکړي تر څو پدې هغه خپله هغه ژمنه پر ځای کړي چې ویلي ؤ د راتلونکي میلادي کال په نیمایي کې به د افغانستان نه د امریکايي عسکرو راوتل پیل شي.

XS
SM
MD
LG