د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د افغان او امریکایي ځواکونو پراخ عملیات


په دې عملیاتو کې د الوتکو ضد وسایلو په گډون زیات شمیر وسلې، مهمات او اسناد د گډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په دې عملیاتو کې د الوتکو ضد وسایلو په گډون زیات شمیر وسلې، مهمات او اسناد د گډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

امریکایي او افغان ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د ترهگرو د فعالیت د خنثی کولو په مقصد ستر هوایي او ځمکني عملیات بشپړ کړل.

څه دپاسه ۲۰۰ امریکایي او افغان سرتیرو تیرi اونۍ د کندهار ولایت په دوو سیمو کې د القاعده شبکې پر جنگیالیو او تاسیساتو بریدونه کړي دي.

دا عملیات د اکتبر د میاشتې په اومه د کندهار ولایت د شورابک په ولسوالۍ کې پیل شوي وو او د امریکایي پوځیانو په وینا ددې عملیاتو لپاره د استخباراتي اطلاعاتو راټولول او د هغه پلان جوړول له څو میاشتو راهیسې روان وو.

په افغانستان کې امریکایي پوځي مقاماتو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ددې عملیاتو په ترڅ کې امریکایي ځواکونو ۶۳ دقیق هوایي بریدونه ترسره کړي او افغان سرتیرو څو ځلې په دوو سیمو کې د القاعده جنگیالیو سره نښتې کړې دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یو ویاند ویلسن شوفنر وویل چې دا ماموریت تر اوسه تر ټولو ستر گډ تهاجمي عملیات وو چې په افغانستان کې ترسره شوي دي.

د ښاغلي شوفنر په وینا په دې عملیاتو کې د القاعده شبکې عمده پټنځایونه " د طالبانو په تاریخي مرکز" کې وکوبل شول. هغه وویل چې دې عملیاتو د افغان سرتیرو ستر مسلکي او مهارتي آزمون و چې په هغه کې افغان ځواکونو خپله وړتیا وښودله.

په دې عملیاتو کې څه دپاسه ٢٠٠ افغان او امریکایي سرتیرو گډون کړی و او د القاعده شبکې د یو روزنیز مرکز په گډون په دوه ځانگړو ساحو یې بریدونه وکړل او هغه یې تصفیه کړل.

تر اوسه په دې عملیاتو کې د ملکي وگړو د ممکنې مرگ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

ښاغلي شوفنر وویل چې په دې عملیاتو کې د الوتکو ضد وسایلو په گډون زیات شمیر وسلې، مهمات او د بهرنیانو د پاسپورتونو په گډون یو لړ اسناد د گډو ځواکونو لاس ته راغلي دي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو قوماندان جان کمبل، ویلي دي چې بهرني ځواکونه به د افغاني قواو ترڅنگ د گډ دښمن پر ضد جگړې ته دوام ورکړي.

ښاغلي کمبل د کابل او واشنگټن ترمنځ ستراتیژیک تړون اهمیت ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې امریکایي سرتیري د القاعده شبکې پر وړاندې په جگړه سره په امریکا کې د خپل هیوادوالو ساتنه کوي.

XS
SM
MD
LG