د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د امریکا له خوا د بګرام د زندان کنټرول د افغانستان امریکا د توافقنامې نقض دی


آرشیف
آرشیف
افغان چارواکي وایي چې د بګرام زندان لا هم په بشپړه توګه افغانانو ته ندی سپارل شوی . دوي د هغو ۷۰ تنو د خوشې کیدو غوښتونکي هم دي چې د بند موده یې تر دې دمخه ختمه شوې ده . خو امریکاییان وایي دغه کسان امنیت ته لوی ګواښ دی او باید په زندان کې وي.

د افغانستان لوی څارنوال او د بګرام د زندان عمومي قوماندان ادعا کوي چی په د غه زندان کې یو شمیر افغانان لا هم د امریکایانو په توقیف کې دي خو امریکایي چارواکي د دوي پر ضد د اسنادو له شتون پرته دوي په بند کې ساتلي دي او دعوه یې هم د ا ده چې ګوندي دوي امنیت ته ستر ګواښ متوجې کوي .

د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي په بګرام زندان کې ددغسي بندیانو ساتنه د افغانستان د قوانینو پر خلاف کار ګني .،، د افغانستان په قوانینو کې د اداري توقیف په نوم څه نشته خو امریکاییان وایی ځینی د ا زندانیان امنیتی تهدید دی په داسې حال کې چې پر ضد یې شواهد هم نلري چی دا توقیف زموږ د قوانینو په خلاف دی. چارواکی باید په دی برخه کی حقوقی څیړنی وکړي او تصمیم ونیسي،،.

د دې تر څنګ ایمل فیضي دا مهال په بګرام زندان کې د ۷۰ تنو هغو نورو افغانانو له شتون نه هم خبر ورکوي چی د محکمی له خوا آزاد اعلان شوي دي
دا بله کتګوري زندانیان هم افغانان دي چې محکمی د دوي په باره کې قطعي حکم صادر کړی دی او دوی برآت تر لاسه کړی دی. په زندان کې د دوي ساتل کېدل د افغانستان او امریکې تر منځ د تفاهم نامې نقضول دي او د افغانستان د ملي حاکمیت په خلاف کار دی،، .

له بلي خوا افغان چارواکي وایي د امریکی ولسمشر باراک اوباما په هغه ویډیویي کنفرانس کې چې د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال یی له افغان ولسمشر حامد کرزي سره درلود ، د بګرام زندان د بشپړتسلیمولو په اړه یې د دوه میاشتو مهلت غوښتی وو څو د امریکې د انتخاباتو وروسته په سړه سینه په دغه باره کې تصمیم ونیسي .

افغان دولت وایي اوس د دوو میاشتو غوښټل شوی مهلت ختم شوی دی او امریکاییان باید د بګرام زندان د پوره افغاني کیدو په اړوند خپل تصمیم ښکاره کړي .

د بګرام د زندان د پوره پوره تسلیمولو په اړوند خبرې په داسې وخت کې راسپړل کېږي چې د امریکې او افغانستان تر منځ په ستراتیژيک تړون باندې رسمي خبری له څلور ورځو راهیسې په کابل کی پيل شوي دي .

د بګرام د زندان افغاني کول یا یې افغانانو ته بشپړه سپارنه د دغه سند مهمه برخه ګنل کېږي.
د ولسمشر ویاندوایی هیله من دی چی افغانانو ته به د بګرام د زندان سپارنه د دغه ستراتیزیک سند په اړه خبرو اترو باندې اغیز ونه کړي.

بهارت صابر کابل
XS
SM
MD
LG