د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، افغانستان او ترکمنستان په ګډې همکارۍ ټېنګار وکړ 


د امریکا، افغانستان او ترکمنستان استازو د یوې ویډیوي کنفرانس په ترڅ کې له یو بل سره د ګډې همکارۍ په ارزښت ټینګار وکړ.

په دغه ویدیويي کنفرانس کې چې تېره ورځ اکتوبر۸ (تلې ۱۷) په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي ډیوډ هېل لخوا یې کوربتوب کیده، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو زویر راشد میریدوف برخه اخیستې وه.‌

د غونډې په ګډې اعلامیې کېراغلي چې ګډونوالو د سیمه اییز امنیت، اقتصادي ودې او همکارۍ په اړه خبرې وکړې او په دې اړه ټېنګار وکړ.

دوی همداراز د سیمې د هېوادونو او نړیوالو څخه هم وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت باندې د سولې د روانو خبرو ننګه وکړي.

د درې واړو هیوادونو استازو همداراز د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي سربیره په راتلونکي کې د دا ډول وبا او رنځونو سرهپه مبارزه کېله یو بل سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.

د غونډې ګډونوالو په خپرې شوې اعلامیې کې په دې ټینګار کړیچې باید په افغانستان کې د دموکراسۍ، بشري حقونو او نورو برخو کې شته لاس ته راوړنې وساتل شي.

د درې واړو هیوادونو ترمنځ دغه غونډه په داسې حال کې تر سره شوې چې هلته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې د مذاکراتو له پرانیست غونډې شاوخوا درې اونۍ تېرېږي، خو دواړه خواوې تراوسه د سولې د خبرو په تګلاره کې د اختلافي مسایلو پر حل سلا شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG