د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: خبرې د پخلاینې دپاره تر ټولو غوره لاره ده


د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو سره به په دوهه کې خبرې په راتلونکو څو ورځو کې وشي.

ټاکل شوې وه چې د دوحې خبرې د پنجشنبې په ورځ د امریکايي چارواکو او د طالبانو د استاځو سره پیل شوي وای خو ولسمشر کرزی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستلو د څرنګوالي سره ظاهراْ راضي نه معلومېدی نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هغه حکومت به د قطر د خبرو ملاتړ ونکړي.

د ولسمشر کرزي انتقادونه دا وو چې طالبانو د خپل دفتر د پرانیستلو پر مهال د خپل پخواني نوم څخه چې د افغانستان اسلامي امارت وو کار واخیستی او خپل د وخت بیرغ یې پر هغه ودانۍ باندي چې د مزاکراتو دفتر په کښي پرانیستل شو، ځوړند کړ.

چارواکي وايي چې د طالبانو پر دفتر باندي لګیدلې لوحه د نیوکو وروسته ایسته کړل شوه او پر دفتر باندي د طالبانو د سیاسي دفتر نوم کښېښودل شو. د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې جین پیساکي دغه کار یو مثبت اقدام وګڼی او زیاته یې کړه چې امریکا خبرو ته ژمنه ده ځکه خبرې د سیاسي حل لارې او پخلاینې دپاره تر ټولو غوره لاره ده.

میرمن پیساکي وویل چې امریکا زیات شمیر مسایل لري چې د طالبانو سره خبرې پرې وکړي چې یوه یې د تشدد ختمول او د نړیولو ترهګرو سره د اړیکو ښکول دي. د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ قطر ته ځي خو نوموړی به د طالبانو د استاځو سره ونه ګوري ځکه هغه به د سوریې د ملګرو هیوادونو په یوې غونډه چې د شنبې په ورځ دایریږي ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG