د لاس رسي وړ اتصالات

غني د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال سره گوري


دا به د جمهور رئیس غني او د امریکا د جمهوري ریاست د مرستیال ترمنځ لومړنۍ لیدنه کتنه وي
دا به د جمهور رئیس غني او د امریکا د جمهوري ریاست د مرستیال ترمنځ لومړنۍ لیدنه کتنه وي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جرمني د مونشن ښار د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د متحده ایالاتو د مرستیال جمهور رئیس مایک پنس، سره لیدنه کتنه کوي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په مشرۍ حکومت د رامنځ ته کیدو وروسته دا د افغانستان د جمهور رئیس او د امریکا د یو لوړپوړي چارواکي ترمنځ لومړنۍ مخامخ لیدنه کتنه ده.

خو له دې دمخه ښاغلي غني دوه ځلې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ او یو ځل د امریکا د دفاع وزیر سره د دواړو هیوادونو د گډې همکارۍ او د افغانستان د امنیتي مسًو په هکله خبرې کړې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ښاغلی غني به د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د تروریزم او سخت دریځۍ د خطر او د افغانستان د امنیتي مسایلو په اړه وینا وکړي.

تمه ده چې ښاغلی غني د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د جرمني، ترکیې، ناروی او د گرجستان د صدراعظمانو او د آذربایجان او کروشیا له جمهورو رئیسانو او همداشان د ملگرو ملتونو د عمومي منشي، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د رئیسې، د روسیې، جرمني، سعودي عربستان، چین، ایران او قطر د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وگوري.

اټکل کیږي چې ښاغلی غني به په دغه سفر کې د یو شمیر سیاسي شخصیتونو سره هم لیدنه کتنه وکړي.

په دې سفر کې د ښاغلي غني سره د ملي امنیت سلاکار محمد‌ حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د جمهور رئیس لوړپوړی سلاکار احمد نادر نادري او په زیربنایي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي مل دي.

XS
SM
MD
LG