د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني وایي چې په سوریې کې یې د داعش ډلې بېلا بېل کمپونه بمبار کړي او شاوخوا ۳۵ جنګیالي یې ور وژلي دي.
دا بریدونه د دوشنبې په ورځ شوي دي چې د امریکايي چارواکو په وینا د داعش ډلې یو شمېر موقعیتونه او لوړ پوړي مشران په کې په نښه شوي دي.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) وايي چې د داعش ډله لا هم د سیمې لپاره یو ګواښ دی، خو هغومره پياوړې نه ده چې لس کال مخکې وه او په عراق او سوریې کې لویې سیمې تر کنترول لاندې وې.
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني وايي چې په سوریې کې له نویو بریدونو وروسته به په سیمه کې د امریکا او ایتلافیانو د سرتېرو او ولسي خلکو په ضد داعش ډلې د پلان جوړونې، تنظیم او بریدونو وړتیا ګډوډه شي.
دوی وايي داسې نښې نښانې نه شته چې په دغو بریدونو کې دې ولسي خلکو ته زیان اوښتی وي.
د متحدو ایالتونو پوځ تر دې مخکې هم د عراقي ځواکونو سره په همکارۍ د داعش ډلې اهداف په نښه کړي وو.
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ د میزان په وروستیو کې اعلان وکړ چې په عراق کې د یو لړ عملیاتو په مهال د داعش ډلې څلور قومندانان احمد حمید حسین عبدالجلیل الایتاوي، ابو همام، ابوعلي التونسي او شاکر عبد احمد العیساوي یې وژلي دي.
فورم \ دبحث خونه