د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعدې د عملیاتو نوی مشر په آمریکا کې اوسیده


اسوشیټیډ پریس خبري آژانس رپوټ ورکوي چی هغه سړی چی په امریکا کي یې ١٥ کاله ژوند کړی، اوس د القاعدې د نړیوالو عملیاتو مشر دی.

دغه آژانس ویلي دي چی د تروریزم ضد د فیډرالي تحقیقاتي ادارې یوه مامور بریان لي بلانک په یوه خاصه مرکه کي دا خبره ورته وکړه چی ( عدنان شکري جمعه ) ته وروسته له هغه دا دنده ورکړه شوه چی په ٢٠٠٣ کال کي خالد شیخ محمد چی په امریکا باندي د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د ١١ مي تروریستي حملو یو طراح و، ونیول سو.

دغه مامور ویلي دي چی فکر کیږي شکري جمعه د اسامه بن لادن او د القاعدې د نورو لویو مشرانو سره په عادي توگه په تماس کي دی.

هغه دا هم وویل چی په شکري جمعه باندي په همدې کال کي دا تور ولگید چی غوښتل یې د نورو درو تنو سره په ٢٠٠٩ کال کي د نیویارک د ځمکي لاندي ښاري اورگاډو په سیسټم باندي حملې وکړي. په هغه باندي دا گمان هم کیده چی په ناروې او برتانیه کی یې د حملو کولو په دسیسو کي نقش درلود.

شکري جمعه د القاعدې یوازنی مشر دی چی یو وخت یې په امریکا کي د اوسیدو دائمي اجازه درلوده.

XS
SM
MD
LG