د لاس رسي وړ اتصالات

د خلیل فیرزوي په "خوشې کېدو" د امریکا د سفیر خواشیني


خلیل الله فیروزي د فساد په تور په ۱۵ کلونو بند محکوم دی
خلیل الله فیروزي د فساد په تور په ۱۵ کلونو بند محکوم دی

په کابل کې د امریکا سفارت له زندان څخه د کابل بانک د یو پخواني برخوال، خلیل الله فیروزي په خوشې کېدو اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلی فیروزي د ناقانونه پېسو په انتقالولو/وینځلو او په مالي فساد تورن او زنداني و.

د متحدو ایالتونو سفیر ویلي دي چې دا کار له فساد سره په مبارزه کې د افغانستان ژمنه زیانمنوي. ښاغلی فیروزي د کابل بانک له دیوالي کیدو ورسته په ۱۵ کلونو بند محکوم شوی و.

د امریکا سفیر، جان بس په خپل ټویټر کې لیکلي دي: " د افغانستان د دولت په غوښتنه د کابل بانک د درغلیو د عامل خلیل الله فیروزي د آزادولو راپورونه خواشینوونکي دي. په تېرې یوې لسیزې کې ډېر افغانان د نړیوالو مرستو د غلا له کبله زیانمن شوي دي."

نوموړي لیکلي دي چې دا کار فساد سره د افغان حکومت مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي چې د ښاغلي فیروزي روغتیا ښه نه وه او له همدې کبله له زندان څخه کور ته د هغه د انتقالولو پرېکړه شوې ده.

ښاغلي صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي: "د عدلي او قضايي، صحي او امنیتي ارګانونو د یوې ګډې کمېټې د پرېکړې په اساس د ښاغلي فیروزي روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی. هغه له زندان څخه خپل کور ته انتقال شوی او د امنیتي ادارو تر سخت نظارت لاندې دی ."

په ۲۰۱۰ کال کې کابل بانک مفلس او دیوالي شو، د هغه مهال حکومت د دغه بانک مدیریت په خپل لاس کې واخیست او په فساد او درغلیو تورن مسولان یې محاکمې ته ور وپېژندل.

د دغه بانک دوه مخکښ برخوال، خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود په ۱۵-۱۵ کلونو بند محکوم شول.

شاوخوا څلور کاله مخکې ښاغلي فیروزي، چې زنداني هم و، په یوې رسمي غونډې کې د افغان حکومت له چارواکو سره په ګډه د افغانستان د ښار جوړونې له وزارت سره یو تړون لاسلیک کړ. دغه کار هم ډېره غوغا جوړه کړه او پر حکومت یې د خلکو انتقادونه راوپارول.

هغه وخت د ولسمشر غني حقوقي مشاور ویلي وو چې ښاغلی فیروزي د جمهور رئیس په فرمان باندې په موقت ډول له زندان څخه ازاد شوی و چې له دې لارې پرې شته پورونه خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG