د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر: د "پنځو سترګو" استخباراتي ائتلاف د کاناډا سره د سیکانو مشر وژل کیدو قضیې کې مرسته کړې


د کاناډا لپاره د متحده ایالاتو سفیر ډیویډ کوهن وایي د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو پدې هیواد کې د سیکانو د یو مشر وژل کیدو کې د هند احتمالي لاس لرلو ادعا د هغو استخباراتي معلوماتو له مخې کړې چې د "پنځو سترګو" هیوادونو استخباراتي ائتلاف کاناډا سره شریک کړي.

ښاغلي کوهن د کاناډا د CTV خبري شبکې سره په مرکې کې ویلي، "د پنځو سترګو همکارانو استخباراتي معلومات شریک کړي و چې د کاناډا صدراعظم سره یې د بیانیې په ورکولو کې مرسته وکړله".

کاناډایي چارواکو هم د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې د سیکانو ددې مشر هرديپ سینګ نیجار په ترور کې د هند احتمالي لاس لرلو معلومات ورته په کاناډا کې د هندي دپلوماتانو د څارنې له کبله په لاس ورغلي او دا یې هم ویلي چې ځیني استخباراتي معلومات ورته یو ستر متحد ورکړي خو نوم یې ندی اخیستی.

د پنځو سترګو هیوادونو استخباراتي معلوماتو شریکولو ائتلاف کې اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ، بریتانیه او متحده ایالات شامل دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن تیره ورځ وویل چې د هند حکومت څخه تمه لري په کاناډا کې د سیکانو د یو مشر د وژل کیدو په پلټنو کې همکاري وکړي چې کاناډا ویلي امکان لري پدې قتل کې د هند د حکومت اجنټان لاس ولري.

ښاغلي بلینکن په خبري کنفرانس کې وویل د هغو ادعاوو په هکله جدي اندیښنه لري چې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو څرګندې کړي.

هغه زیاته کړه، "دا به د هند لپاره مهمه وي چې پدې پلټنو کې د کاناډا سره په ګډه کار وکړي. مونږ غواړو چې مسؤل بلل کیدنه وګورو".

د بهرنیو چارو وزارت څخه وړاندې سپینې ماڼۍ هم پدې هکله خپله اندیښنه څرګنده کړې وه.

بلینکن وویل چې د دې موضوع په هکله د کاناډایي همکارانو سره له نږدې سلا مشورې کوي.

د کاناډا حکومت تر اوسه په عامه توګه د صدراعظم د ادعاوو په هکله معلومات ندي شریک کړي خو د تیرې اوونۍ راپدیخوا چې ښاغلي ټروډو ادعا وکړله د هند حکومت ښایي د نیجار په وژلو کې لاس ولري، د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې دومره سړې شوي چې په تاریخ کې ساری نلري.

د سیکانو دا مشر هردیپ سینګ نیجار د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې د کاناډا په وینکوور ښار کې د سیکانو د یو معبد بهر د دوو نقاب لرونکو لخوا په ډزو وژل شوی و.

نیجار چې د خالصتان په نوم د سکهانو د دولت د رامنځته کیدو یو فعال و، د هندي مقاماتو لخوا د ترهګرۍ او د قتل د دسیسې په تور غوښتل کیده.

د کاناډا د سکهانو نړیوال سازمان چې یوه غیر انتفاعي ټولنه او په کاناډا کې د سیکانو د ګټو دفاع کوي وایي چې نیجار دا تورونه رد کړي وو.

د هند حکومت په اوټاوا تور لګوي چې د سخت دریځو سک ملتپالو په فعالیتونو سترګې پټوي چې د هند په شمال کې د سکهانو د یو خپلواک دولت د جوړولو ملاتړ کوي.

د هند حکومت له خپلو اتباعو په ځانګړي توګه محصلینو ته خبرداری ورکړ که چیرې کاناډا ته سفر کوي او يا په دغه هېواد کې د پاتې کېدو پلان لري، نو له "ډیر احتیاط" څخه کار واخلي.

هند اندیښنه لري چې په کاناډا کې د خالصتان پلوه سیاسي فعالیتونه به په هند کې دننه خوځښتونو ته وده ورکړي. د مودي حکومت تل له کاناډا څخه غوښتي چې د خالستان پلوه بېلتون غوښتونکي وځپي.

د ۲۰۲۱ م کال د احصايې له مخې، کاناډا کې څه باندې ۷۷۰ زره سیکان ژوند کوي چې د دې هیواد د وګړو دوه سلنه کیږي.

په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې بېلتونپالنه او د خالستان ایالت د رامنځته کولو مبارزه په هند کې د خونړي بغاوت لامل شوه چې په کې د لوړ پوړو هندي چارواکو په ګډون زرګونه کسان ووژل شول، خو دا غورځنګ اوس په پنجاب کې لږ ملاتړ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG