د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی


په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د قاطع ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د یو امریکايي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکوي.

د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه سرتیری نن د «جولای پر ۱۳مه» په افغانستان کې وژل شوی دی.

خو په بیان کې د دغه سرتېري نوم، د وژل کېدو د ځای او پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

ناټو ویلي چې د وژل شوي سرتېري نوم او نور معلومات به د امریکا دفاع وزارت د پالیسۍ له‌مخې تر ۲۴ ساعتونو وروسته خپاره کړي.

طالبانو بیا په اعلامیه کې د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې د دوو امریکايي سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

په افغانستان کې دا مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۹زره امریکايي سرتېري حضور لري چې عمده دنده یې افغان سرتېرو ته سلا مشورې ورکول او روزنه ده.

د روان کال په مارچ میاشت کې هم په افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي و.

په دې سره په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۰ تنو ورسېد.

په افغانستان کې یاد امریکايي سرتېری پر داسې مهال وژل کېږي، چې امریکا په افغانستان کې د روانۍ ۱۷ کلنې جګړې د ختمولو هڅې ګړندۍ کړي دي.

XS
SM
MD
LG