د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بن لادن د میرمنې د تحقیقاتو جزیات خپاره کړیدي


داسامه بن لادن تر ټولو ځوانې میرمنې عمل احمد عبدالفتاح ویلي دي چې د القاعده د شبکې پخواني مشر خپل ډیر وخت د پاکستان د یوه ښار نه بل ښار ته او د یوه پټ مرکز نه بل مرکز ته په تښتیدلو کې تیر کړیدی او هم یې د څلورو ماشومانو سرپرستي کوله.

د سپټمبر د میاشتې د 11 مې نیټې نه وروسته د اسامه بن لادن ژوند او په امریکا باندې د بریدونو مالومات د تحقیقاتو په هغه رپوټ کې راغلي دي چې د اسامه بن لادن د دیرش کلنې میرمنې نه شویدي.

میرمن عبدالفتاح تحقیق کوونکو ته ویلي دي چې د په امریکا باندې د حملې نه څو میاشتې وروسته د هغوي کورنۍ تیت او پرک شوه او هغه په 2002 میلادي کال کې د بن لادن سره لومړی پیښور او وروسته بیا د سوات درې ته ولاړله.

میرمن عمل احمد عبدالفتاح همدارنګه ویلي دي چې وروسته بیا هغوي اسلام آباد ته نږدې هرېپور ته کډه شول او په همدې موده کې د هغې دوه ماشومان هم وزیږیدل. هغه وایي چې ماشومان یې په حکومتي روغتونونو کې وزیږیدل خو زیات وخت په روغتونو کې پاتې نشوه.

د بن لادن میرمن وایي چې د 2005 کال نه وروسته د ایبټ آباد په ښآر کې میشت شول او هلته یې دوه نور ماشومان هم وزیږیدل.

د القاعده د شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن د تیر کال د مې په میاشت کې په همدغه ښار کې د امریکا د کمانډو ځواکونو لخوا ووژل شول او د هغه میرمن عمل احمد عبدالفتاح په پښه کې ټپي شوله.

میرمن عبدالفتاح، د اسامه بن لادن دوه نورې میرمنې او د هغوي ګڼ شمیر ماشومان اوس مهال د پاکستان د حکومت په قبضه کې د ي.

دهغوي مدافع وکیل ویلي دي تمه کیږي چې د دوشنبې په ورځ به ورباندې د محکمې لخوا پدې خاطر سزا وخیژي چې په پاکستان کې یې په غیرې قانوني ډول ژوند کاوه. دغه وکیل ویلي دي توقع ده چې په هغو باندې به د پنځو کالونو بند تیرولو سزا وخيژي.

د بن لادن د وژل کیدو نه وړاندې زیات شمیر امریکايي او پاکستاني چارواکو ویل چې احمتال لري بن لادن به د افغانستان او پاکستان تر منځ په پولې کې په کوم ځای کې پټ وي.

XS
SM
MD
LG