د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د مکسیکو او کاناډا سره تجارتي موافقه لاس لیک کړه


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د مکسیکو او کاناډا سره نوې سوداگریزه موافقه لاس لیک کړه.

ډ نړۍ د نورو هیوادونو سره د امریکا د متحده ایالاتو د تجارتي موافقو لاس لیک کول د ښاغلي ټرمپ د ٢٠١٦ کال د انتخابااتي کمپاین عمده ژمنې وې، چې اوس د امریکا د راتلونکي کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په رارسیدو سره جمهور رئیس ټرمپ د هغه د بشپړولو په لټه کې دی.

د امریکا د متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا ترمنځ نوې تجارتي موافقه د نفتا په نامه د شمالي امریکا د آزاد تجارتي توافق ځای نیسي چې د لاس لیک کیدو څخه یې ٢٦ کاله تیریږي.

جمهور رئیس ټرمپ په وار وار په نفتا تجارتي موافقې انتقاد کړی او هغه یې "د تجارت په تاریخ کې یوه له ټولو خرابه تجارتي معامله" گڼلې ده.

په نوې موافقه کې د موټر د تولید د کمپنیو، انټرنیټي تجارت او د بشري قواو د شرایطو په اړه جدي قوانین شامل دي. خو دغه موافقه د سوداگرۍ په کچه کې بدلون نه راوړي چې کلنی ارزښت یې ١.٢ میلیارد ډالره دی.

دغه موافقه تر هغه وخت چې د کاناډا د استازو د مجلس او حکومت له لورې تصویب نشي، نه پلي کیږي.

XS
SM
MD
LG