د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: چین دې پر شمالي کوریا فشار نور هم زیات کړي


د متحده ایالاتو او چین چارواکي د جون په ٢١ د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د امنیت او دپلوماسۍ په اړه خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي چین مسئولیت لري چې پر شمالي کوریا لا زیات اقتصادي او دیپلوماتیک فشار واچوي څو په سیمه کې د کړکیچ مخنیوی وشي.

د بهرنیو چارو وزیر د چین له چارواکو سره له امنیتي خبرو نه وروسته پرون په واشنګټن کې په یو خبري کنفرانس کې دغه خبرې کولې.

ښاغلي تیلرسن وویل دغه خبرې دواړو لوریو ته ددې زمینه برابروي چې په راتلونکو څلویښتو کلونو کې خپل روابط پیاوړي کړي، خو هغه ټینګار وکړ چې دواړه خواوې په ځینو مواردو کې اختلافات لري.

ښاغلي ټیلرسن زیاته کړه چې دواړه خواوې کولای شي دغه اختلافات لیرې او ستونزې حل کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې په سیمه کې یو ګواښ د شمالي کوریا له خوا رامنځته شوی او چین او امریکا دواړه غواړي چې د کوریا ټاپووزمه په بشپړ ډول له اټومي وسلو نه پاکه شي.

د بهرنیو چارو وزیر وايي متحده ایالات او چین موافقه لري چې د شمالي کوریا له هغو شرکتونو سره تجارتي اړیکې ونلري چې د ملګرو ملتو تر بندیزونو لاندې دي.

په دغه غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر جم مټیس وویل چې د دواړو هیوادنو ترمنځ به سیالي وي، خو له شخړې نه ډډه کیدلای شي.

ښاغلي مټیس وویل چې دواړو خواو پر خپلې هغې کلکې ژمنې ټینګار وکړ چي له اټومي وسلو نه د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو لپاره په ګډه کار وکړو، خو هغه ټینګار وکړ چې د خپل او د خپلو متحدینو د دفاع لپاره به اړین ګامونه واخلي.

بل لوري د امریکا پوځ ویلي دي چې دوو جنګي الوتکو یې د سې شنبې په ورځ د جاپان او حنوبی کوریا له هوايي ځواکونو سره ګډ تمرینونه کړي دي، خو شمالی کوریا نن متحده ایالاتو دغه اقدام وغانده.

د کې-آر-ټي د تلویزوني شبکې (د شمالي کوریا تلویزون) نطاق وویل چې د جون په شلمه د امریکا دوو بي-ون-بي (B1B) الوتکو په جنوبي کوریا کې په تمریناتو کې برخه واخیستله چې په راتلونکی کې د شمالي کوریا پر اهدافو مقدماتي حملې وکړي.

خو هغه وویل امریکا باید پوه شي چې د اټومي جګړې خطر اوج ته رسیدلی دی.

دغه نطاق وویل چې د متحده ایالاتو د شمالي کوریا تر څنګ په اوبو او د جنوبي کوریا په ختیځ سمندر کې خطرناکې پوځي لمسونې کړي دي چې د کوریا په ټاپووزمې کې یې د اټومي جګړې احتمال زیات کړی دی.

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د آیوا ایالت کې په داسې حال کې چې د چین لپاره د امریکا نوی سفیر یې ترڅنګ ولاړ و وویل چې متحده ایالات له چین سره ښه روابط لري.

ښاغلي ټرمپ همداراز په یو ټویټ کې وویل چې هغه د شمالي کوریا په اړه د ولسمشر شي جن پنګ د مرستې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دې کار لا تر اوسه ګټه نه ده کړې، خو پوهیږي چې چین خپله هڅه کړې ده.

XS
SM
MD
LG