د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي او چین دواړو د شمالي کوریا په هکله اندېښنه څرګنده کړه


امریکایي مامورین وایي، امریکا او چین موافق دي چې د شمالي کوریا د ټاکل شوي راکټ د توغولو په مقابل کې چې په سیول کې یې د اتومي امنیت په عالي غونډې سیوری اچولی دی ،خپل ځواب منظم کړي. د ولسمشر براک اباما یوسلاکار وایي، د چین ولسمشر هوجینتا ، د راکټ ددغه توغونۍ په باره کې د ولسمشر اباما سره په غونډه کې د خپل هیواد اندیښنه څرگنده کړه.

د ملي امنیت په چارو کې سلاکار بن رادیس، ددې غونډې په هکله خبریالانوته معلومات ورکړل.هغه وویل دغو دوه مشرانو موافقه وکړه چې په دې غور وکړي چي که چیري شمالي کوریا د راکټ د توغولو پرگرام پرمخ بیایي ، څه گامونه باید واخیستل شي.

ولسمشر اباما پرون په دې هکله په وینا کې په چین غږ وکړ چې د اتومی سرغړونې په برخه کې د شمالی کوریا په اعمالو نوري سترگی پټې نکړي ، د خپل نفوذ نه کار واخلي چې د پیونگ یانگ اتومي جاه طلبی مهاره شي.

چین د شمالی کوریا مهم ملگری او تجارتي انډیوال دی، خو پیکنگ وایي چې په پیونگ یانگ باندې یې سیاسي نفوذ محدود دی. جمهورریس اباما په سیول کې په هنکوک نومي پوهنتون کی ، خبرداری ورکړ چې پیونگ یانگ په دغه لاره تلو ته ادامه ورکولی شي ، اما د ډیرو ارمانونو د خاورې کیدو او نورانزواتوب او د شمالی کوریا د ولس ترمنځ د نور بیلوالي سبب کیدی شی.

XS
SM
MD
LG