د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په سودان کې د پوځ لخوا د واک نیول غندلي


د پوځ لخوا د کودتا نه وروسته په پایتخت خرطوم کې سرتیري ګزمې کوي.
د پوځ لخوا د کودتا نه وروسته په پایتخت خرطوم کې سرتیري ګزمې کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د سودان پوځ لخوا د حکومت نیول په سختو ټکو غندلي او په عاجله توګه یې ملکیانو ته د واک سپارلو او د صدراعظم د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوې اعلامیې چې دوشنبه اکټوبر ۲۵ (لړم۳) ناوخته خپره شوې ویلي چې "متحده ایالات د سودان د پوځي ځواکونو کړنې په سختو ټګو غندي". په اعلامیې کې همدارنګه په هغو رپوټونو جدي اندیښنه ښودل شوې چې امنیتي ځواکونو په مظاهره چیانو ډزې کړي.

ښاغلي بلینکن په اعلامیې کې زیاته کړې، "مونږ د ملکیانو په مشرۍ د انتقالي حکومت او اړوندو ادارو منحل کیدل په جدي توګه ردوو او ژر تر ژره یې بیرته احیا کیدل غواړو".

په سودان کې وسله والو ځواکونو د حکومت هغه ملکي مشران ونیول چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا چې پخوانی دیکتاتور عمر البشیر له واکه لیرې شوی، د حکومت چارې پر مخ بولې.

دغو ملکي رهبرانو دنده درلوده چې واک په بشپړه توګه ملکي ادارې ته وسپارل شي. د سودان تر ټولو جګپوړي جنرال د ملکي مشرانو تر نیول کیدو وروسته په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ او حکومت یې منحل کړ. متحده ایالاتو د دې کار د غندلو تر څنګ په سودان مرستې هم ځنډولې دي.

د متحده ایالاتو تر څنګ ملګرو ملتونو هم د سودان د صدراعظم د عاجلې خوشې کیدنې غوښتنه کړې.

اخوا په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې دیپلوماتانو ویلې چې ټاکل شوې د امنیت شورا د سه شنبې په ورځ غونډه وکړي او په سودان کې په وضعیت خبرې وکړي.

په همدې حال کې د سودان په پایتخت خرطوم کې د پوځ لخوا د واک نیولو په خلاف مظاهرې کړي. په مظاهرو کې درې تنه ووژل شول او څه باندې ۸۰ تنه هغه وخت ټپي شول چې عسکرو په خلکو ډزې وکړلې.

XS
SM
MD
LG